آیا د اروپايي ټولنې د اصلاحاتو په برخه کې به پرمختگ وشي؟
۱۳۹۷ خرداد ۱۴, دوشنبهد فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ويل شوي چې ميرکل د «فرانسې له نظر سره د همنظره کيدو» په حال کې ده. خو ولسمشر ايمانويل مکرون ډير انتظار ویست څو میرکل د يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې د نوموړي پر وړانديز غبرگون وښيي. مکرون له څو مياشتو راهيسې په اروپايي ټولنه کې د اصلاحاتو په اړه د خپل وړاندیزونو له پاره تبليغ کاوه او تر ټولو زياته هڅه یې د آلمان د همکارۍ د لاسته راوړلو له پاره وه. خو په آلمان کې د نوي حکومت جوړيدو ډير دوام وکړ او همدا وو چې فرانسې د آلمان له خوا واضح ځواب نه شو ترلاسه کولای.
خو د «فرانکفورتر الګماینن زونتاگس مګزین» په نامه له ورځپاڼې سره د ميرکل مرکې دا وضعه بدله کړه. دا په ټوله کې ښيي چې ميرکل پر اروپا تمرکز کوي.
د مکرون يو وړانديز د يورو د پولې واحد د حوزې له پاره د پانگه اچونې د بودجې رامنځته کول دي. د آلمان مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونه هم په خپل ائتلافي تړون کې پر دې خبره سره یو شوي ول. ميرکل اوس ويلي چې دا بودجه بايد د «د ميليارد د دوه گونو شميرو» څخه زياته نه وي. نوموړې دا بودجه په تدريجي ډول رامنځته کول غواړي او بیا به یې اغیزمنتوب ارزول کيږي.
خو ميرکل په خپلو خبرو کې دا روښانه نه کړه چې آیا دا بودجه به د اروپايي ټولنې په عمومي بودجې پورې تړاو لري او يا لکه مکرون چې یې غواړي د اروپايي ټولنې د ماليې د وزیرانو په اختيار کې به وي.
ميرکل غواړي چې د پانگه اچونې دا بودجه په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي توپيرونو د له منځه وړولو له پاره وکاريږي. د نوموړې له نظره دا پیسې بايد هغو هيوادونو ته ورکړل شي چې د «ساينس، تکنالوژۍ او د نوښتونو په برخه کې وروسته پاتې دي».
آیا د یورو ژغورلو صندوق به د پیسو په صندوق بدل شي؟
بل وړاندیز د «اي ايس ايم» يا د يورو د ژغورنې صندوق ته د پیسو د اروپايي صندوق په توگه د پراختيا ورکولو دی. ميرکل وړاندیز وکړ چې له هغو هيوادونو سره چې د بهرنيو حالاتو له کبله د ستونزو ښکار شوي، باید د لنډ مهالو پورونو له لارې مرسته وشي. مکرون هم په دې همدې نظر دی. خو ميرکل وويل چې دا ډول مرسته به د ضمانت په بدل کې وي، د پیسو اندازه به یې محدوده وي او بايد په بشپړ ډول بيرته ادا شي.
پاريس بیړه کوي
په پاريس کې اوس داسې فکر کيږي چې د ميرکل تر څرگندونو وروسته د دې مذاکراتو له پاره لاره هواره شوې ده. د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ويل شوي چې ميرکل او مکرون به د اوونۍ په پای کې په کاناډا کې د G7 د سرمشريزې په څنډه کې سره وگوري. په دې ليدنه کتنه کې به په شريکه د اصلاحاتو له پاره چمتوالی ونيول شي.
آلمان او فرانسه غواړي چې د روانې مياشتې په پای کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې تر مخه د يورو د ساحې د اصلاحاتو پلانونه چمتو کړي. دا سرمشریزه د ۲۰۱۹ م کال په مي مياشت کې د اروپا د پارلمان تر ټاکنو مخکې د راتلونکو ممکنه پروژو د په لاره اچولو وروستۍ فرصت دی.
bs/ms(dpa,afp, rtr)
زموږ له آرشيف څخه: