طالبانو پر کانډومونو او جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟
۱۴۰۱ بهمن ۲۱, جمعهپه هرات کې د مصطفي په مستعار نوم د یوه درملتون مسؤل دویچه ویله ته وویل، طالبانو ورته ویلي چې پېرودونکو ته کانډوم او د امیندوارۍ ضد درمل ورنه کړي: «له څو ورځو راهیسې طالبان درملتونونو او د درملو عمده پلورونکو ته ابلاغوي چې د کانډومونو، جنسي پاروونکو جلونو او درملو له پلورلو ډډه وکړي.»
هغه زیاته کړه: «طالبان دغه روغتیاي وسایل او درمل د شریعت خلاف او د کفارو عمل بولي.»
د دغه درمل پلورونکي په خبره، طالبانو ویلي، د امیندوارۍ ضد پر هغو درملو بندیز نشته چې جنسي پاروونکي ځانګړنه ونه لري.
اړوند مطالب:يو آلمانی سازمان پر مهاجرو کانډومونه ويشي
سره له دې چې په کابل او بلخ ولایتونو کې هم د یوشمېر درملتونونو مسؤلان ورته کیسه لري، خو د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت دا خبر رد کړ.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبانو په افغانستان کې د امېندوارۍ ضد درملو او وسایلو پلور منع کړی؟ وویل: «دا موضوع حقیقت نه لري.»
خو د جنسي اړیکو پرمهال د کاریدونکو ځینو روغتیايي وسایلو او کانډومونو د پلور په اړه یې څه ونه ویل.
افغان مدني فعالان وايي د خلکو د ژوندانه په بیلابیلو اړخونو د طالبانو محدودیتونو ستونزې ډېرې کړي.
اړوند مطالب:آلمان: په پټه د کانډوم سوري کولو ښځه پر حبس محکومه کړه
مدني فعال سبحان رستګار وايي: «د طالبانو دا پریکړه به لومړی او وروستی نه وي، تردې وړاندې یې هم بیلابیلو محدودیتونو خلکو ته سخت ټکان ورکړی چې له دې ډلې د جامو پلورنځایونو کې د لباس له نانځکو د سرونو پرې کول، په تبلیغاتي تابلوګانو کې د انځور په خپرولو بندیز لگولی دی.»
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي راهیسې له کله چې طالبان دویم ځلې واک ته رسېدلي، په افغانستان کې یې بیلابیل محدودیتونه لګولي.
تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، پوهنتونونو کې د نجونونو د تحصیل پر دوام بندیز او نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول یې هغه محدودیتونه دي چې په کور دننه او بهر کې کلک غبرګون له ځان سره لري.