آیا هند به افغانانو ته ویزه ورکړي؟
۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبهد اسماعیل په نوم د کابل یو اوسیدونکی چي د پښتورگي تکلیف لري، دویچه ویله ته وويل چي د پخواني حکومت تر سقوط مخکي به یې هند ته سفر کاوه او هندي ډکټرانو به تداوي کاوه، خو د حکومت تر سقوط وروسته نه سي کولای ویزه ترلاسه کړي.
هغه وایي: «زما ناروغي لا پسي ډیره سوې ده، دا ځکه چي نه سم کولای هند ته سفر وکړم. مخکي د هندي ډاکټرانو تر درملني لاندي وم او د هغوی دوا زما له پاره ښه وه، خو اوس مي وضعیت خراب سوی دی، ځکه چي هغوی ته لاس رسی نه لرم.»
په افغانستان کي د هند د ویزې صادرول او د قونسلگرۍ فعالیتونه د ۲۰۲۱م کال تر اگست وروسته وځنډیدل. په هغه وخت کي هندي ډیپلوماټانو افغانستان پریښود او د اضطراري ویزو اخیستل یوازي د آنلاین له لاري ممکن ول او د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د سیکانو ځینو ډلو د آنلایني ویزو څخه په استفادې سره هند ته پناه یووړه.
په دا وروستیو کي د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي دي چي هیواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او د افغانانو له پاره به ویزې صادري سي. خو هغه په دقیق ډول نه دي ویلي چي د ویزې د ورکولو بهیر به څه ډول ممکن وي.
په هغه رپوټ کي چي د طالبانو تر کنترول لاندي ملي ټلویزیون له خوا خپور سوی دی، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د هند د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
فطرت ویلي دي: «افغانان په هند کي د تجارت، روغتیا او تحصیل په ډگر کي ډېري اړتیاوي لري، که هند دغه پروسه پیل کړي، نو د ډېرو افغانانو ستونزي به حل سي.»
د هغې اعلامیې له مخي چي د هند سفارت پر انترنتي پاڼه لیدله کیږي، هغه افغانان چي غواړي ویزه واخلي، یوازي د آنلاین له لاري کولای سي د ویزې غوښتنه وکړي.
په کابل کي یوې سرچینې، دویچه ویله ته وویل چي د افغانانو له پاره د ویزې اخیستل، یوازي د آنلاین له لاري ممکن دي، دا ځکه چي په کابل کي د هند سفارت او قونسلگري فعال نه دي.
د افغانستان ځینو اوسیدونکو، په تیره بیا ناروغانو او ناروغ لرونکو کسانو د هند له خوا د ویزې د ورکولو خبر د اوریدو له امله خوشحالي څرگنده کړې ده. د کارپوهانو په خبره دغه کار به د تجارت پر ودې باندي هم اغېز وکړي.
د طالبانو د حاکمیت څخه درې نيږدې کاله وروسته هم د دغي ډلي حکومت د هیڅ یوه هیواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل سوی.
په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو تر رسیدو مخکي، د افغانستان او هند ترمنځ ډیپلوماټیکي اړیکي دوستانه وې او ډېرو افغانانو د تجارتي او روغتیايي مقاصدو او تحصیل له پاره هند ته تگ راتگ درلود، خو په وروستیو نيږدې دریو کلونو کي د قونسلي اړیکو د نه موجودیت له امله، هند ته د افغانانو سفرونه محدود سوي دي.
GP/NZ/Sirat