اتريش: فيسبوک باید د انساني قاچاق پرضد اقدام وکړي
۱۳۹۷ دی ۷, جمعهد اتريش صدراعظم سباستيان کورڅ د آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» د جمعې ورځې ګڼې سره په مرکه کې ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې له خوا پر دغې سترې ټولنيزې انترنيټي شبکې د فشار راوړل، د انساني قاچاقبرانو په پيژندنه او د هغوی د فعاليتونو په درولو کې اړين دي.
کورڅ په دغه مرکه کې ويلي دي: «اوس د فيسبوک په شان انترنيټي شبکې هم باید ځواب ووايي. په نړۍ کې ډير انسانان له همدې لارې د انساني قاچاقبرانو په دروغجنو خبرو تيروځي.»
د اتريش صدراعظم زياته کړې: «هغوی د منځني ختيځ، افريقا او يا هم د مرکزي امريکا له هيوادونو څخه قاچاقبرانو ته په زرونو يورو ورکوي او خپل ژوند د مديترانې سمندرګي په څير خطرناکو لارو کې په خطر کې اچوي. موږ نه بايد نور پر دغې موضوع سترګې پټې کړو.»
د اتريش صدراعظم دغه راز ويلي دي چې په اروپايي اتحاديه کې ميشت ځيني مهاجر، د همدغې ټولنيزې شبکې له لارې خپل اسناد او پاسپورټونه پر نورو هغو مهاجرو پلوري چې غواړې دغې اتحاديې ته راشي.
سباستين کورڅ په دې اړه داسې ويلي: «دغه تورونه بايد په دقت سره وڅيړل شي. که چيري هغه ريښتيا ثابت کيږي، فيسبوک موظف دی چې د اسنادو د غيرقانوني خريد او فروش پر وړاندې اقدام وکړي.»
د اتريش صدراعظم د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: «زموږ موخه بايد دا وي چې د انترنيټ په ټولنيزو شبکو کې د انساني قاچاقبرانو پر ضد مبارزه وکړو او نور د هغوی دغه ډول کار و بار متوقف کړو.»
Rsh/Af (KNA)
د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: