احمدي نژاد د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړه
۱۴۰۳ خرداد ۱۳, یکشنبهد دولت بهار په نوم ټیلیګرام چینل او په ایران کې ځینو خبري آژانسونو کورنیو چارو وزارت ته د محمود احمدي نژاد د دننه کیدو انځورونه خپاره کړي، چې پلویان یې د هغه هرکلی کوي.هغه له نوم لیکنې وروسته په یوې لنډه وینا کې وویل: « زه راغلی یم چې یو ځل بیا د ایران ستر ملت ته سلام وکړم.»
نوموړي وویل«په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او امنیتي اړخونو کې ستونزې له ۹۲ کال څخه ډېرې دي. د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو چې د ژوند کړاوونه یې د هډوکو ژورو ته رسیدلي او د ملیونونو خلکو عزت او امنیت یې له جدي خطر سره مخ کړی، د هر مسول انسان زغم پای ته رسوي.»هغه دا ادعا هم وکړه چې «خلکو له هغه څخه وغوښتل چې دې ډګر ته راشي.»
په نورو کاندیدانو کې چې د یکشنبې په ورځ ( د جون په دویمه) یې د ولسمشرۍ لپاره نوم لیکنه کړې، د ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي، د احمدي نژاد په حکومت کې د ولسمشر مرستیال مسعود ظریفان، د مجلس د لسمې دورې غړی محمود صادقي، د کرهنې پخوانی وزیر صادق خلیلیان، د تهران پوهنتون رئیس محمد مغیمي، د پوځ د اطلاعاتو د ساتنې پخوانی قوماندان برید جنرال ایرج شاهواردي، د وسله والو ځواکونو متقاعد جنرال حسین افشارزاده او د پارلمان غړی حسین علي قاسم زاده شامل دي.
د لارښوونې یا ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي له نوم لیکنې وروسته وویل:« راغلی یم ترڅو د بهرنۍ تګلارې انډول او تحرک په ښه توګه پلی او دوام ومومي او هېواد د سیمې د اقتصاد، صنعت او پرمختګ په مرکز بدل شي. د روغتیا جامع سیسټم بشپړ شي او د هیواد په هر ګوټ کې عدالت پلی شي.»