«اخراج کي ځنډ د آلمان د پناه غوښتنې نظام زيانمنوي»
۱۳۹۷ مرداد ۱, دوشنبهد کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مؤسسې عالي کميساري UNHCR وايي چي د رد سوو مهاجرو په اخراج کي ځنډ د آلمان د پناه غوښتنې د نظام په تړاو د تفاهم د کمېدو لامل کيږي. د ياد سازمان د آلمان د څانګي استازي، دومينيک بارچ، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۳مه نېټه) د آلمان د ژورنالستانو يوې ډلې ته په دې تړاو څرګندونې وکړې. بارچ زياته کړه: «دا به نظام ته زيان واړوي که داسي تاثر رامنځ ته او ټينګ سي چي ګواکي فرق نه لري چي پروسه څنګه پای ته رسيږي خو پناه غوښتونکی بيا هم په هر صورت په آلمان کي پاته کيږي.»
دومينيک بارچ غوښتنه وکړه چي په آلمان کي د مهاجرت د موضوع په تړاو په مباحثه کي بايد له واقعبينۍ څخه کار واخيستل سي. د هغه په وينا هغه توند بحثونه د اندېښنې وړ دي چي په نورو ځايونو کي د احتمالي ستونزو د په ګوته کولو پر ځای داسي احساس رامنځ ته کوي چي ګواکي مهاجر د ستونزو او نيمګړتياؤ لامل دي. هغه زياته کړه: «زموږ د کار له پاره او د مهاجرو د حفاظت له پاره دا يو خطرناک يون دی.»
بارچ د ژورنالستانو سره د خبرو پر وخت د آلمان د کورنيو چارو د وزير، هورست زېهوفر، د تازه معرفي کړل سوي د مهاجرت په تړاو د «ماسترپلان» يادونه هم وکړه. هغه زياته کړه: «که څه چي په دغه پلان کي د کنترول، نظم او امنيت عنصرونه بنيادي ګرځول سوي خو بيا هم ټول پلان غلط نه دی.» د هغه په وينا په دغه پلان کي يو ښه ټکی د مهاجرو سره د مرسته کولو او د هغوی د پرمختګ له پاره کار کولو په ترڅ کي د توازن رامنځ ته کولو د هڅې وړاندي دی.
د بارچ په وينا البته د هورست زېهوفر پلان د حفاظت په تلاښ انسانانو اړتياوي له پامه غورځوي. هغه زياتوي: «دغه پلان داسي يوه اداري پلان ته ورته دی لکه چي مقصد يې د راتلونکو انسانانو د بهير مخه نيول وي.» د هغه په وينا خو دغه راتلونکي انسانان د راتګ له پاره لاملونه او دلايل لري چي بايد په پام کي ونيول سي.