د قانون حاکميتاروپا
اردوغان غواړي بیا جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي
۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبهاعلان
هغه پرون شنبه د ترکیې شمالي ښار، زامزون کي د یوې بیانیې پروخت د راتلونکي کال په انتخاباتو کي د خلکو څخه « د اخري وار دپاره» د ملاتړ غوښتنه وکړه. تر ممکنه انتخابیدو وروسته یې نو بیا په خبره د دې وخت رارسیدلی دی، چي ځوان نسل ته قدرت وسپارل سي.
خو د ده حکومتي گوند AKP اوسني تر ۸۴ فیصده اضافه سخت انفلاسیون ته په کتو سره تر ډیر فشار لاندي دی.
۶۸ کلن اردوغان د ۲۰۰۳ م کال راهیسي په قدرت کي دی، لومړی د صدراعظم او د ۲۰۱۴ م کال راهیسي د جمهوررئیس په حیث.