اردوغان په خلیج هیوادونو کي د ډېري پانگونې په تمه دی
۱۴۰۲ تیر ۲۷, سهشنبهسعودي عربستان او ترکیې د انرژۍ، مستقیمي پانگه اچوني، دفاع او رسنیو په برخو کي یو لړ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس SPA خبر ورکړی دی چي په جده کي دغه دوه اړخيزه تړونونه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سعودي شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان په حضور کي لاسلیک سول.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
د ترکیې د وسلو شرکت بې پیلوټه الوتکي ورکوي
د سعودي د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان په تویتر کي څرگنده کړه چي سعودي عربستان د ترکیې د وسلو له کمپنۍ بایکار سره د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په هکله دوه تړونونه لاسلیک کړي دي: »په دې هدف چي د شاهي سلطنت د وسله والو ځواکونو عملیاتي چمتووالی ته وده ورکړل سي او دفاعي او تولیدي وړتیا یې پیاوړې سي.« همدارنگه دواړو هیوادونود دفاعي چارو په برخه کي هم پر همکارۍ توافق وکړ.
اردوغان د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ورسید. د هغه په خبره نوموړي د پانگوني له پاره » لوړی هیلي« لري. د جولای تر ۱۹ می پوري، قطر او متحده عربي امارات د هغه د خلیج د سفر نور تمځایونه دي. د انقرې په حواله د ترکیې او خلیج هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم په تیرو دوو لسیزو کي له یو اشاریه ۶ میلیون ډالرو څخه ۲۲ میلیارده ډالرو ته پورته سوی دی.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
اردوغان ترسخت اقتصادي فشار لاندي دی
په ترکیه کي خلک د خوراکي موادو د لوړې بیې، دوامداره لوړ انفلاسیون، سختي بیکارۍ، کمزورې ملي پیسې (لیرې) څخه ځوریږي. ضعیف اقتصادي وضعیت او په فبرورۍ کي تر سختي زلزلې وروسته سخت تاوان ته په کتو سره، اردوغان چي په مي میاشت کي یې د دریم ځل له پاره د ولسمشرۍ دنده پرغاړه واخیسته، په دا وروستیو کي مجبور سو په ډیریو مالیاتو کي د پام وړ زیاتوالی راولي.
GP/NZ/DW.Online