«اروپايي اتحاديه د مهاجرت په تړاو نوي سياست ته اړتيا لري»
۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۰, پنجشنبهد آلمان د سوسيال ديموکرات ګوند سياستوالي او د کوز زاکسن ايالت د اروپايي چارو وزيري، بيرګيت هونه د مهاجرت په تړاو د نوي اروپايي سياست پر اړتيا ټينګار کړی دی. هغې دا څرګندونې له مراکش څخه د هسپانيا باندني ټاپو سيوټا ته د يوې ورځي په جريان کي د زرونو مهاجرو د ورتلو وروسته کړي دي.
هغې زياته کړې ده: «سيوټا يو ځل بيا دا روښانه کوي چي د پناه غوښتونکو د ويش په موضوع کي د اروپايي اتحادیې په سياست کي پيوستون څومره مهم دی.»
بيرګيت هونه له آلمانۍ ورځپاڼي «نوين اوسنابريوکر» سره په خبرو کي ټينګار کړی دی چي د دې اړتيا ويني چي آلمان د پناه غوښتونکو د ويش په تړاو د اروپايي سياست په موضوع کي نوی ابتکار وکړي.
د هغې په وينا اروپايي اتحاديه بايد دا ثابته کړي چي د مشترکو ارزښتونو او پېوستون يوه اتحاديه ده: «د يوه هيواد له خوا په يوازي سر اقدامات اوږدمهاله حل نه دی.»
هغې ويلي: «د مهاجرت د فعال مدريت له پاره د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو خونديتوب او دا څرګندوالی مهم دی چي هلته څه کيږي او څوک اروپا ته راداخليږي.» د هغې په وينا له همدې کبله هغې د اروپايي اتحاديې د پوله ساتونکي آژانس فرونتکس پر ضد د تورونو موضوع په راتلونکي کنفرانس کي د اجندا برخه ګرځولې ده.
په دغه کنفرانس کي چي نن پنجشنبې (۲۰۲۱م کال د می ۲۰) ته پلان سوی دی پکښي د آلمان د ټولو ايالتونو د اروپايي چارو وزيران ګډون کوي. هونه ويلي: «په زياته په زورزياتي سره د مهاجرو بېرته شړلو تورونه بايد وڅېړل سي.»
له څو مياشتو راهيسي پر فرونتکس تور لګول کيږي چي په غيرقانوني توګه له نيمي لاري څخه د مهاجرو په بېرته پر شا شړلو کي لاس لري. د دې تر څنګ د دغه آژانس په وړاندي د اختلاس او اداري فساد ضد اروپايي ادارې اولاف له خوا هم پلټنې ادامه لري.
دغه پلټنې د هغو شکايتونو پر اساس تر سره کيږي چي په فرونتکس کي د ناکافي شفافيت، لابي ايزم او د پرسونال د خراب مديريت د تورونو په هکله دي.
هونه ويلي دي چي اصولا فرونتکس د اروپايي اتحاديې د باندنيو پولو له پاره مهم دی. هغې زياته کړې ده: »له همدې کبله دا مهمه ده چي د فرونتکس ماموريت تقويه کړل سي.» د هغې په وينا خو اروپا بايد په دې هم ډاډه واوسي چي حق او قانون په بشپړه توګه مراعت کيږي.
آ./ا.ا.
دا مطلب د دویچه د همکارې رسنۍ انفو مایګرنتس څخه اخیستل شوی.