1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولنه له افغان ښځو سره ۱۴۰ ميليونه يورو مرسته کوي

۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

اروپايي اتحاديې د افغانستان له پاره د ۱۴۰ ميلیونه يورو په ارزښت کنګل شوې مرسته آزاده کړې ده. په بروکسل کې ويل شوي چې دا پېسې به په تېره بيا د نجونو او ښځو د ښېګڼې له پاره وکارول شي.

https://p.dw.com/p/4WbIM
اروپايي اتحادیې ویلي دي چې دا پېسې به تر ډېره د ښځو او نجونو د ښېګڼې له پاره مصرف شي
اروپايي اتحادیې ویلي دي چې دا پېسې به تر ډېره د ښځو او نجونو د ښېګڼې له پاره مصرف شيانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله دا خبره نن، چهار شنبه په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د کميسيون په يوه اعلاميه کې شوې ده.

د ۱۴۰ میليونو يورو دا مرسته د اروپايي اتحادیې له خوا د طالبانو د ښځو ضد سياست له کبله په تېر دسمبر میاشت کې کنګل کړې وه.

دا د ميلیونو يورو مرسته پر نورو سربیره د ښځو پر زده کړو، روغتيا او د هغوی د اقتصادي پياوړتيا له پاره په نظر کې نيول شوې ده.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د نړيوالو مشارکتونو له پاره د اروپايي اتحادیې کميسارې يوټا اورپيلاېنن، وويل: «دا مرستې د میلیونو انسانانو د ژوند اړتياوې پوره کوي.»

ويل شوي چې دا پېسې به د ملګرو ملتونو د آژانسونو، نړيوال بانک او د نړيوالو غير دولتي موسسو له لارې افغانستان ته لار پيدا کړي.

اورپېلاېنن ټینګار وکړ چې دا مرسته د طالبانو د حکومت په رسميت د پيژندلو معنا نه لري.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې په دويم ځل واک ته تر رسېدو راهېسې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي دي او مخ پر زیاتیدونکي ډول ښځې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کوي.

نجونې او ښځې زده کړو ته لاس رسی نه لري او د هغوی د کار کولو امکانات یې هم ډېر محدود کړي دي. ملګري ملتونه په افغانستان کې د «جنسيتي اپارتايد» څخه خبره کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

د ښخو محوه کول امکان نه لري