اروپايي ټولنه د پناه غوښتونکو شمیر د زياتيدو اټکل کوي
۱۴۰۱ دی ۵, دوشنبهد اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې چارو ادارې مشرې نینا ګریګوري د فونک ميډيا گروپ، ورځپاڼې سره په خبرو کي دا څرگنده کړٍي، چې له اټکلونو سره سم به په راتلونکې کي د پناه غوښتنليکونه ډېر شي.
په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کال کې جیو پولیټیکل پرمختګونه د نړیوال محافظت اړتیاو باندې نيغ په نيغه اغېزه لرله او د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته د خلکو د راتګ د زیاتوالي لامل شوي.
د پناه غوښتونکو زياتوالې
ګریګوري راپور ورکړی چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشت پورې په اروپايي ټولنه کې شاوخوا ۷۹۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ورکړل شوي دي. دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي. په هر حال دا شمیر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو څخه کم دی. سلووینیا زیاته کړه، د دوی د ادارې په وینا اکثره پناه غوښتونکي له سوریې، افغانستان او ترکیې څخه راځي.
په نویو ارقامو کې له اوکراین څخه کډوال شامل نه دي. دوی په اروپايي اتحادیه کې لنډمهاله محافظت ترلاسه کوي - پرته له دې چې د پناه غوښتنې اوږد بهیر تیر کړي. د ګریګوري په وینا، تر اوسه د دې له پاره ۴،۷ میلیونه خلک ثبت شوي دي.
د اروپايي ټولني د پناه غوښتني چارو ادارې مشرې ټینګار وکړ چې د لنډمهاله محافظت لارښود فعالول د اروپا د ملي پناه غوښتنې سیسټمونو د سقوط مخه نیسي. په ميلیونونو راجستریشن به د اروپا داخلې سیسټمونه د «پام وړ تر فشار» لاندې کړي.
ګریګوري د اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې او مهاجرت د اصلاحاتو په برخه کې د پرمختګ غوښتنه وکړه. هغه د اروپايي اتحادیې په کچه د یوې اعلامیې هرکلی کوي چې رغوونکي د حل لاري باید په ۲۰۲۴م کال کې د اروپايي ټاکنو دمخه وموندل شي. ځکه چې د پناه غوښتنې ادارې د مشرې په وینا: «په دې مسلو کې پرمختګ به مهم وي.»