1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

اروپايي ټولنه غواړي په افریقا کې یو نوی ماموریت پیل کړي

۱۴۰۲ شهریور ۵, یکشنبه

په افریقا لویه وچه کې د اسلامپالو د فعالیتونو د پراخیدو اندیښنه د دې سبب شوې چې اروپایي اتحادیه په دې سیمه یو نوی ماموریت پیل کړي. د دغه ماموریت په چوکاټ کې ټاکل شوې چې یو شمیر سرتیري او پولیس افریقا ته واستول شي.

https://p.dw.com/p/4VcjT
Bundeswehr EUTM in Somalia
انځور: Imago/Xinhua

آلمانۍ ورځپاڼي ویلټ ام زونټاګ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۷مه) د اروپايي اتحادیې د ډیپلوماټانو په حواله راپور ورکړ چې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو موافقه کړې چې په مني کې د ګیني په خلیج کې یو ملکي-پوځي ماموریت پیل کړي.

د دغه راپور له مخې، ټاکل شوې د دغه ماموريت د روان کال په اکتوبر مياشت کې په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې تر پرېکړې وروسته پیل شي. په دې راپور کې ویل شوي چې د پولیسو یو مشخص شمیر ځواکونه او سرتیري باید د لویدیځې افریقا ګیني، توګو، بینین او عاج ساحل ته واستول شي.

اروپايي ټولنه غواړي په افریقا کې یو نوی ماموریت پیل کړي
اروپايي ټولنه غواړي په افریقا کې یو نوی ماموریت پیل کړيانځور: Balima Boureima/picture alliance/AA

د «ویلټ ام زونټاګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د یوه مهم ماموریت د پلان په حواله راپور ورکړی چې دغه ماموریت څلور موخې تعقیبوي. د څلورو هېوادونو په شمال کې د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا ترڅنګ، د مشورې او روزنې په ترڅ کې "د تروريزم ضد عملياتو د چمتووالي، تخنيکي ملاتړ او په امنيتي برخه کې د باور رامنځته کول" د دې ماموریت اهداف په ګوته شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د دغه پلان شوي ماموریت لامل د افریقا د ساحل په سیمه کې د جهادي ډلو د هڅو پیل په ګوته شوی دی. د لویدیځې افریقا په نایجر کې وسله والو د روان کال د جولای په ۲۶ نیټه منتخب ولسمشر محمد بازوم له واکه وغورځاوه او حکومتي واک یې په لاس کې واخیست. په مالي هیواد او بورکینا فاسو، د نایجر سره پوله لرونکي هیوادونه هم اوس د پوځ لخوا اداره کیږي.