اروپايي کميسیون د روسيې پر تېلو د بندیزونو غوښتنه کوي
۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبهاورزولا فون ډېر لاین په شتراسبورګ کې د اروپا په پارلمان کې وويل: «موږ د روسیې پر تېلو د بندیزونو وړاندیز کوو. دا به له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د بشپړ بندیز په معنا وي.»
نوموړې زياته کړه چې کميسيون غواړي د روسیې د خامو تېلو ليږد په شپږو مياشتو کې دننه او د محصولاتو واردات یې د روان کال تر پای پورې وردوي. دغه آلمانۍ سياستوالې زياته کړه: «په دې توګه موږ پر روسیې فشار تر ډېره لوړولی او په ورته وخت کې زموږ او په ټوله نړۍ کې د زموږ د شریکانو له پاره ضمني زيانونه هم د امکان تر حده ټيټ ساتلی شو.»
هغې وويل: «ځکه که موږ غواړو چې له اوکراين سره مرسته وکړو، نو زموږ خپل اقتصاد بايد قوي وي.» فون ډېر لاين وويل چې د هنګري او سلواک جمهوريت له پاره پراخ استثنايي مقررات په نظر کې نيول شوي دي.
دا دواړو هېوادونو لا هم د خپلې اړتيا زياتره برخه تېل له روسیې څخه واردوي او سمندر ته نه لاس رسي له کبله د دې جوګه نه دي چې ژر ورته بديلې چارې لارې وموندي.
د نورو بانکونو پر وړاندې جزايي اقدامات
پر تېلو د بندیز تر څنګ فون ډېر لاين د جزايي اقداماتو هغه پلانونه هم تائيد کړل چې د نورو روسي بانکونو پر وړاندې په نظر کې نيول شوي دي. د نوموړې په حواله کميسيون په نظر کې لري چې د روسیې د «سبير بانک» په نوم تر ټولو ستر او نور دوه ستر بانکونه د راکړې ورکړې د سويفت له نړيوال بانکي سيسټم څخه جلا کړي.
فون ډېر لاين په دې اړه وويل: «په دې توګه موږ هغه بانکونه په نخښه کوو چې د روسیې د مالي سیسټم له پاره ډېر مهم دي او په دې توګه به د پوتين له خوا د نورو ويجاړيو مخه ونيسي.»
پر دې سربیره د اروپا اقتصادي ارزوونکې او مشاورين نور اجازه نه لري چې د روسي شرکتونو او همدا راز د کريملن له پاره کار وکړي.
خو لومړی باید دا پلان شوي جزايي اقدامات د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هېوادونو له خوا تصويب شي. نن، چهار شنبه (د ۲۰۲۲م کال د می څلورمه نيټه) به په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړيو هېوادونو استازي پر دې مسوده سلا مشوره وکړي.
د ديکتاتورانو پر ضد د جګړې اعلان
د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن اوکراين ته د روسیې پر خلاف د جګړې په موخه د وسلو له ورکړې څخه دفاع وکړه. بایدن په الاباما ايالت کې د وسلې له يوې فابريکې څخه د ليدنې پر مهال وويل: «تاريخ ښوولې ده چې مطلق العنان مشران چې سړی یې مخې ته ونه دريږي، بيا بيا واکمنيږي.»
بايدن په خپلو خبرو کې وويل: «موږ يا خو به د اوکراين له ولس سره د خپل هېواد د دفاع په برخه کې مرسته کوو او يا بايد تماشه وکړو چې څرنګه روسیه خپل له تيري ډکو کړنو او اشغال ته دوام ورکوي.»
زیلنسکي یو وار بیا د درنو وسلو غوښتنه کړې
د اوکراين د جګړې له پېل راهيسې امريکا متحده ايالاتو تر اوسه د شوروي اتحاد دغه پخواني جمهوريت ته د ۳،۷ ميلياردو ډالرو څخه په ډېرارزښت يوازې وسله او تجهیزات يا ورکړي او يا یې ورسره د ورکړې ژمنه کړې ده.
بايدن همدا راز د امريکا له کانګرس څخه د اوکراين سره د پوځي او بشري مرستې له پاره د نورو ميلياردونو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ: «لکه ما چې په پېل کې ويلي چې دا به يوه ارزانه جګړه نه وي.»
ب. ص/ ا.ا (dpa, rtr, afp, ap)