اروپایي اتحادیه:افغانستان کې د خلکو وهل «غیر انساني» کار دی
۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبهد افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیي ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په افغانستان کې په ښکاره توګه د طالبانو له لوري د تورنو خلکو په درو وهلو په اړه پخپل یوه ټویټ کې غبرګون ښودلې او لیکلې یې دي: «زه د طالبانو له خوا په لوګر ولایت کې په عام محضر کې د ۱۴ ښځو او نارینه وو په درو وهلو ډیر وبيرولم.»
هغه وویل چې طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په اړه پخپلو کړنو سره یو شاتګ ننداري ته وړاندي کړی او له هغوي څخه یې وغوښتل چې د نړیوالو حقونو پر بنسټ خپل نړیوال مکلفیتونه ترسره کړي: «په څو نورو هیوادونو کې هم د بدني سزا ورته ډولونه پلي کیږي. اروپایي ټولنه له دغو ټولو هیوادنو څخه غواړي چې د خپلو ژمنو سره سم د نړیوالو قوانینو له مخې عمل وکړي.»
هغه په دی باور دی «چې بدني سزا د بې رحمه چلند یا سزا یو ډول دی او دا یو سپکوونکې عمل دی چې د ځورنې او شکنجې د منع کنوانسیون او د نړیوالو مدني او سیاسي حقونو د بنسټونو له لوري منع دی.»
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی وایي چې دغه هیواد دوه نړيوال میثاقونه لاسلیک کړي دي او حاکم واکمنان اوس د هغوی په ملاتړ او عملي کولو مکلف دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د نړیوالو نیوکو پر وړاندې غبرګون وښود او د هغه څه چې «د دینی حدودوو پلی کول» بلل کيږي، ته «بې رحمه او غير انساني» ويل یې «اسلامې مقدساتو ته سپکاوي» وباله.
خو ښاغلي نکلاسون ويلي دي چې د قانون حاکمیت ته درناوی ډیر مهم دی. هغه ويلي: «اروپایي اتحادیې په پرله پسې توګه له طالبانو وغوښتل چې د هیواد اساسي قانون او د جزا ورکول روښانه کړي او دا یقینې کړي چې هر څه د د نړیوالو قوانینو د ژمنو پر بنسټ ترسره شي، خو دوی تر اوسه په دې ډګر کې هیڅ کار هم نه دی کړی.»
دغه اروپایي لوړپوړي چارواکي ویلي چې د نړۍ د اکثرو مسلمانانو او اسلامي هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې اختلافات سته چې اسلامی شریعت څنګه تفسیر او نافذ کړي. هغه وويل چې همدا شان د طالبانو او نورو افغانانو په تفسیر کې هم ورته توپیرونه شته. هغه وويل چې زه په دې برخه کې د افغانستان د خلکو او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلی کوم.
ژباړه: صفت الله زاهدي