اسرائيل په غزه کې د حماس نور سنگرونه هم په نخښه کړي
۱۴۰۲ آبان ۵, جمعهد اسرائيل د پوځ د معلوماتو په حواله، ځمکنيو ځواکونو يې د غزې تړاډې پر مرکز يو «هدفمند بريد» کړی دی. پوځ زياته کړې ده چې پنجشنبه د شپې دا عمليات د جنگي جټ او بې پېلوټه الوتکو په مرسته شوي دي.
د اسرائيل د پوځ په حواله له دې ځمکنيو عملیاتو سره هممهاله د دغه هېواد هوايي ځواکونو پر مرکز او «ټوله غزه تراډه» کې د حماس پر سنگرونو بمبار کړی دی. په دې ترڅ کې د حماس د قوماندې مرکز تخریب شوی او يو شمیر غړي یې وژل شوي دي.
د مصر په طابا سيمه کې ډرون لگيدلی
د مصر د پوځ په حواله د دغه هېواد په طابا سيمه کې چې له اسرائيل سره پر سرحد پرته ده، د يوه ډرون د سقوط په پایلې کې شپږ کسان ټپيان شوي دي. زياته شوې ده چې يو «ډرون چې په نامعلومه توگه کنترول کیده» د جمعې په ورځ د طابا سيمې يوه روغتون ته څېرمه رالوېدلی دی.
د مصر د القاهره نيوز په نوم دولت ته نږدې تلویزیوني شبکې تر دې مخه د يوه راکټ خبره کړې وه او د ممکنه غبرگون امکان یې نه وو رد کړی.
د اسرائيل پوځ ويلي دي چې دا بې پېلوټه الوتکه «سره سمندرگي ته له نږدې پرتې سيمې» څخه راغلې ده. د رسنيو په حواله د اسرئيل د پوځ وياند دانيل هاگاري، ويلي دي چې د اسرائيل جنگي جټونه د دغه سيمې پر لور استول شوي دي.
د رسنیو له خوا زياته شوې ده چې د ډرون په تړاو شک پر حوثي ياغيانو کيږي چې د عربي نيمه ټاپو له جنوب څخه احتمالاً په اسرائيل کې هدفونه په نخښه کوي. حوثيان د ايران له ملاتړه برخمن دي.
د ملگرو ملتونو ۵۷ کارکوونکي وژل شوي
د ملگرو ملتونو د فلسطيني مهاجرو د مرستو آژانس ويلي دي چې پر غزه تراډه د اسرائيل د بريدونو له پېل راهېسې یې ۵۷ کارکوونکي وژل شوي دي.
د دغه آژانس عمومي منشي فيلیپ لازاريني، په يوه خبري غونډه کې د دې شمیر په اعلانولو سره وويل چې په غزه کې «بې له وقفې» مرستې ته اړتيا ده.
د اروپايي ټولنې مشران پر يوې اعلامیې توافق ته رسېدلي
د اروپايي اتحادیې د غړيو هېوادونو مشران په بروکسل کې په خپله ناسته کې تر لانجمنو بحثونو وروسته بالاخره د اسرائيل او حماس جگړې په اړه د يوې نهايي اعلامیې پر سر توافق ته رسېدلي دي.
دغو مشرانو په دې اعلاميه کې په جگړه کې د وقفو او غزې تراډې ته د لومړنیو مرستورسولو له پاره د يوه خوندي او امن دهلیز د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
په دې سند کې راغلي دي چې په غزه کې بشري وضعيت ډېر د اندیښنې وړ دی او اروپايي اتحاديه به په سيمه کې د خپلو شريکانو سره په جوخته همکارۍ د ملکيانو د ساتنې، د مرستو رسولو، سوند توکو او سرپناو د تامين او خوړو، د څښاک اوبو او روغتيايي خدماتو ته د لاس رسي په برخه کې د آسانتياو رامنځته کولو له پاره هلې ځلې وکړي.
زیاته شوې ده چې په عين حال کې باید دا ډاډ هم ترلاسه شي چې «ترهگریز سازمانونه» له دې مرستو ناوړه گټه پورته نه کړي.
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د اروپايي ټولنې د مشرانو د اوربند او د مرستو رسولو له پاره د يوه خوندي دهلیز د رامنځته کولو غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.
امريکا د «بشر دوستانه وقفې» غوښتنه کړې
د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن، حکومت هم اروپايي اتحادیې ته ورته څرگندونې کړي دي. د امريکا د ملي امنيت شورا وياند جان کربي، ويلي دي چې هېواد یې د غزې په جگړه کې له «يوې محدودې بشردوستانه وقفې» څخه ملاتړ کوي.
نوموړي د «اور بند» خبره ونه کړه. کربي په واشنگټن کې وويل: «د دې وقفې موخه چې په جگړه کې ښکیلو ځانگړو سيمو پورې به محدوده وي، دا ده چې اړمنو ته بشري مرستې ورسيږي او د دې زمينه برابره شي چې خلک په نسبي امنيت کې له سيمې ووځي.»