شخړيمنځنی ختیځ
اسرائیلو یو وار بیا د غزې په تړانګه برید کړی
۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبهاعلان
د غزې تړانګې او اسرائیل په سرحد کې د فلسطینیانو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته، اسرائیلي پوځ د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۲۳ نیټه) په شپه یو وار بیا پر دغې سیمې د بې پیلوته الوتکو برید کړی دی. اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغو بې پيلوټه الوتکو د حماس پر «پوځي مرکزونو» برید کړی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې مخکې تر دې هم د دې سیمې په شاوخوا کې «له تاوتریخوالي ډکې ترينګلتياوې» رامنځته شوې وې. د فلسطینيانو امنیتي ځواکونو اعلان کړی دی چې اسرائیلي پوځ د «غزې ښار په ختیځ کې د څار پر یوې پوستې» برید کړی دی. تر اوسه پورې هیڅ کوم لوري د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.