افريقايي قبيله ولي په هند کي آباده ده؟
له ختیځي افریقا سره تړاو درلودونکي شا او خوا ۲۵ زره کسان د هند د لویدیځ ګهاټ په ځنګلونو کې اوسیږي. هند ته د سېدي قبیلې لومړني کسان د غلامانو په توګه راوستل شوي وو.
ځانګړې موسیقي او نڅا
د سېدي قبیلې خلک له خپلې دودیزې نڅا او موسیقۍ سره مېنه لري. موسیقي او نڅا د سېدې ټولنې له ژوندانه څخه نه جلا کیدونکي برخه ده. دغه خلک په ځنګلونو کې په بې وزلې او له نورو خلکو په انزوا کې ژوند کوي. په انځور کې د دغه قبیلې یو بزګر مانوئیل لیدل کیږي چې ماشومانو ته یې د خپلې نڅا د زده کړې لړۍ جارې ساتلې ده.
د موسیقۍ لاسي آلې
د لویدیځ ګهاټ په یوه کلي مینالي کې اوسیدونکی بیسټوینګ، ماشومانو او لویانو ته د د موسیقۍ د دویزو آلو جوړول ښيې. ډول ته ورته دغه آله نارینه غږوي او ساز ته یې ښځې نڅا کوي.
دهمال
د سېدې قبیلي دودیزې نڅا ته دهمال ویکل کیږي. دغه څه د قبیلې د احساساتو د څرګندولو ښکاروندي هم کوي. په انځور کې ۱۳ کلنه چندریکا د دهمال له پاره چمتووالی نیسي. چندریکا هم په مینالي کې اوسیږي او په ښوونځې کې زده کړې هم کوي.
د شاهانو د خوښې نڅا
د سېدې قبیلې خلک پر دې باور دي چې دهمال، داسې یوه نڅا ده چې هر پاچا یې خوښوي. دغه نڅا په ښکار کې د بري وروسته ترسره کیږي. د دغه قبیلې په خبره پخواني پاچاهانو به هم دهمال خوښواه. ډیوډ (په پورتني انځور کې) هم د نڅا له پاره چمتووالی نیسي.
جبري کار
په سنګاپور کې په یوه تلویزوني سیریال کې د سېدي ټولنې هلکانو د مالوچو د اجباري کار په هکله یوه کیسه انځور شوې وه. د مالوچو له اجباري کار څخه د انکار له کبله یو ځایي کاروباري کس حمله هم کړې وه.
په ښوونځي کې د سېدې ټولنې ماشومان خفه وي
د سنګاپور تلویزون په سیریال کې د ییلاپور په ښوونځې کې د نورو ماشومانو له لوري د سېدې ټولنې د یوه ماشوم د ځورول هم شامل وو. عموما سېدې ماشومان د غیر سېدي ماشومانو له خوا د ځورول کیدو له کبله ښوونځي ته هم نه ځي.
له غضب څخه د ځمکې د خلاصولو هڅه
مادهوي ۷۵ کلنه او کونډه ده. هغه د کرناټک په ماګود نومي کلې اوسیږي. مادهوي د خپل پنځه ایکړه ځمکې له غضب څخه د خلاصولو له پاره په محکمه کې په مبارزه بوخته ده. له ۱۹۹۶م کال راهیسې د ځنګلونو د چارو یوه چارواکي د هغې ځمکه غضب کړې ده.
لوبې او ساعتیری
سېدې نجونې په فارغه وختونو کې د مینالي کلې په څنګ کې د یوې دنګې ونې ترڅنګ لوبې کوي. په ټال کې زنګل هم هم د هغوی یوه مشغولا ده.
د سېدي ټولنې اتل: نېلسن منډیلا
کرناټک ته څیرمه د تالیکمبوري په کلي کې څو کورنیو د سویلي اقریقا د پخواني مشر او د نسلي تبعیض د ختمولو د تحریک مشر نیلسن منډیلا انځورونه په خپلو کورونو کې راځړولي دي. هغوی منډېلا خپل اتل ګڼي.