افغان کډوال خپل کمپ ته د اور اچونې په تور نیول شوی
۱۳۹۵ شهریور ۳۰, سهشنبهد لیسبوس په موریا کمپ کې لومړی د کډوالو تر منځ نښتې وشوې او تر هغه لږ وروسته بیا دې کمپ اور واخیست. د دې پیښې له کبله چې د دوشنبې ماښام ناوخته رامنځ ته شوه، د کمپ له ۳۰۰۰ څخه ډیر اوسیدونکي اړ شول چې هغه پریږدي.
ویل شوي دي چې د پیښې په تړاو نیول شوي کسان د افغانستان، کامرون، سینیګال او سوریې هیوادونو پورې تړاو لري او ورباندې شک کیږي چې دغه اور یې لګولی دی.
په رپوټ کې راغلي دي چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه پر لږ تر لږه نهو تنو به یې تورونه ولګول شي.
ویل کیږي چې اور لګیدنې د موریا کمپ تر ۶۰ سلنه ډیره برخه له منځه وړې ده.
د دغه کمپ ډیری اوسیدونکو له یوې مودې راهیسې غوښتنه کوله چې ورته د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه ورکړل شي چې په دې کمپ کې له شته ډیرو سختو شرایطو خلاص شي.
اوس په لیسبوس ټاپو کې وضعیت نامعلومه ده. په زرهاو کډوال نه د اوسیدو ځای لري او نه هم د یونان نورو برخو ته د تلو اجازه.
پلان شوې وه چې ډیر شمیر دغه کډوال د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د یوه تړون له مخې دغه هیواد ته واستول شي.