1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او پاکستان یوې زورورې زلزلې لړزولي

۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي دي چې د جمعې په ورځ تر ماسپښین وروسته یوې نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان او پاکستان ګڼ شمیر سیمې لړزولې دي. په سملاسي توګه د تلفاتو په هکله لا رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/3V99q
Karte Erdbeben Pakistan April 2016 arabisch

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۲۰مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي دي چې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۲۰مه) تر غرمې وروسته د افغانستان او پاکستان ګڼ شمیر سیمې زلزلې لړزولي چې شدت یې د ریشتر په مقیاس ۶،۱ درجه وو.

د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي دي چې د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د جرم ته څیرمه سیمه ده. د یادې ادارې په حواله، د زلزلې ژوروالی شاوخوا ۲۰۰ کیلومترو ته رسیږي.

په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان په پلازمینو کې هم خلکو د زلزلې دوه ټکانونه حس کړي دي خو تر اوسه پورې د مالي او ځاني زیان په هکله رپوټونه لا نه دي ورکړل شوي. زیاته شوې چې د زلزلې ټکانونه ان د هندوستان په نوي ډهلي کې هم خلکو احساس کړي دي. د پاکستان په لاهور کې هم ویریدلي خلک کوڅو ته راوتلي ول.

د زلزلې مرکز د افغانستان په شمال کې د بدخشان په ولایت کې یوه سیمه ښودل شوې ده. د امریکا د ځمکې پیژندنې اداره اټکل کوي چې د یادې زلزلې له کبله ښايي ډیر مالي زیانونه پیښ نه شي خو بیا هم د تلفاتو او مالي زیانونو احتمال نه ردوي.