«افغانستان د طبيعي پېښو له خطر سره مخامخ دی»
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۸, دوشنبهاروپایي ټولنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون له امله د بشري ناورین او د طبعي پېښو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې افغانستان په نړۍ کې څلورم هېواد دی، چې د بشري بحرانونو او طبیعي پېښو سره مخامخ دی.
اړوند مطلب: م.م: که پر افغانستان مرستې لږ شي اقتصادي وضعيت به لا خراب شي
دغه ټولنې د خپل ټویټر پیغام په یوه برخه کې لیکلي: «د اقلیم بدلون هغه اضافي متوقع خطر دی چې د خلکو ژوند ته به لا ډېر زیان ورسوي.»
دې اتحادیې ټینګار کړی دی: « اروپایي ټولنه د اقلیم بدلون د اغیزو کمولو او د هغې سره د مبارزې لپاره د حل لارو په موندلو کې له خلکو سره د مرستې له پاره په لومړي صف کې قرار لري.»
دغه ټولنې د نړۍ د نورو هغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي، چې د اقلیم بدلون له جدي خطرونو سره مخ دي.
اړوند مطلب: د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي
په افغانستان کې د اروپایي ټولنۍ استازولۍ ویلي دي، چې له یو شمېر کارپوهانو او د اقلیم بدلون فعالانو سره یې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون په اړه خبرې پیل کړي دي.
د اروپایي ټولنې د استازي دفتر ټینګار کړی دی، چې اقلیم بدلون په ټوله نړۍ اغېز کوي، خو افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې پرله پسې طبیعي پېښو لکه وچکالۍ او سیلابونو د خلکو وضعیت لا پسې خراب کړي.
SA-FZ-BS