افغانستان نور تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیواد نه دی
۱۳۹۷ بهمن ۱۰, چهارشنبهد شفافیت نړیوال سازمان یا ترانسپریتي انترنیشنل په نامه نړیوال سازمان هر کال د نړۍ شاوخوا ۱۸۰ هیوادونه د فساد له پلوه څاري او په هکله یې تازه رپوټ خپروي. د تیرو کلونو په ترڅ کې افغانستان د پنځو تر ټولو ککړو هیوادونو په ډله کې وو، خو د یاد سازمان د ۲۰۱۸م کال په ارزونه کې افغانستان نور د پنځه تر ټولو ککړو هیوادونو له ډلې څخه ايستل شوی دی.
د شفافيت نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸م کال کې افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې او اصلاحاتو له امله ۱۶ نمرې ترلاسه کړي چې په پایله کې یې دغه هیواد اوس په نړۍ کې په فساد ککړو هيوادونو په ليست کې نهم هیواد دی.
د یاد سازمان د شمیرو له مخې اوسمهال سومالیا، سوریه، جنوبي سوډان، یمن، او شمالي کوریا په ترتیب سره تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیوادونه دي.
د شفافیت نړیوال سازمان د هیوادونو درجه بندي د صفر او ۱۰۰ نمرو په ورکولو سره ترسره کوي، چې صفر تر ټولو ککړ او۱۰۰ تر ټولو پاک او شفاف هیوادونه دي.
د یاد سازمان د معلوماتو له مخې ډنمارک، نیوزیلنډ، فنلنډ، سنګاپور او سویډڼ له فساده تر ټولو پاک پنځه هیوادونه دي.
آلمان بیا په دې کتار کې د ۸۰ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۱ مقام کې دی. امریکا متحده ایالات بیا د ۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره ۲۲ مقام لري.
په دې ډله کې سعودي عربستان د ۴۹ نمرو په ترلاسه کولو سره ۵۸ ځای، هندوستان د ۴۱ نمرو په لرلو سره ۷۸ ځای، ، پاکستان د ۳۳ نمرو په درلودو ۱۱۷ مقام او ایران بیا د ۲۸ نمرو په ترلاسه کولو سره ۱۳۸ هيواد دی.