الازهر له سويډني او هالنډي تولیداتو سره د بایکاټ غوښتنه کړې
۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبهد مصر الازهر موسسه د نړۍ په سطحه د سني مسلمانانو تر ټولو معتبره تحصيلي مرجع ده. الازهر په یوه اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، پر مسلمانانو غږ کړی چې له «هالنډي او سويډني تولیداتو سره بایکاټ وکړي.»
په اعلاميه کې همدارنګه «د دغو دوو هیوادونو له حکومتونو څخه د یو مناسب ځواب» غوښتنه هم شوې ده او هغوی ېې د «بیان آزادۍ په نوم د نفرت خپرونکو او وحشيانه جرمونو پر ملاتړ» تورن کړي دي.
سويډن کې د قرآن تر سوځولو وروسته د اسلامي هېوادونو غبرګونونه
سويډني ښي اړخي سیاستوال، راسموس پالودان، د شنبې په ورځ (د جنوري ۲۱مه) په ستاکهلم کې د مسلمانانو د مقدس کتاب قران کريم یوې نسخې ته اور واچاوه.
په سبا ېې ادوین واګنسویلد، په دنهاګ کې د پګیدا په نوم ښی اړخي اسلام ضد سياسي غورځنګ مشر، د پارلمان ودانۍ مخې ته د یو کسیز اعتراض په ترڅ کې د قران کریم پاڼې وشکولې.
قران کریم ته د اهانت په غبرګون کې له انقرې څخه نېولې د افغانستان، عراق، پاکستان، سورېې او يمن په ګډون مختلفو اسلامي هیوادونو کې لاریونونه وشول.
د ناټو د غړيتوب په اړه سويډن ته د اردوغان خبرداری
د مصر د بهرنيو چارو وزارت د قران کریم سوځول په «شدت محکومولو» سره په «یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د ورته پيښو د تکرار او د وروستي اسلاموفوبیک له ډيريدو ژوره اندېښنه ښوولې ده.»
د سويډن صدراعظم، اولف کریستیرسون، د پلادون اقدام د ېوې «ژورې بې احترامۍ» په توګه غندلی په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو بیا دا یو «ناوړه» عمل بللی دی. د امریکا د خارجه وزارت ویاند، نید پرایز د دوشنبې په ورځ وویل چې د قران کريم سوځول د «لمسونکونکو» افرادو کار دی چې ممکن موخه ېې زموږ د دوو شریکانو، سويډن او ترکېې تر منځ د فاصلې رامنځ ته کول وي.
د ترکيې دفاع وزیر خپل سويډني سیال سره کتنه لغوه کړه، خو ولې؟
تیر کال سويډن او فنلند ناټو سازمان ته د غړیتوب له پاره وړانديزونه کړي دي. ترکيه چې د ناټو غړی دی، په دغه مسئله کې ېې له ابتدا مخالفت درلودلی دی. اوس د قران کریم سوځولو پېښې د ترکيې او سويډن تر منځ مخالفت نور هم ډير کړی دی.
د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د سه شنبې په ورځ د دغو دواړو هیوادونو د غړیتوب پر سر خبرې اترې د تعویق حالت کې واچولې.
اردوغان د سويډن دغه اقدام غندلی دی چې په ستاکهلم کې ېې د ترکيې سفارت مخې ته د قران کریم سوځولو په ګډون اعتراضونو ته اجازه ورکړې ده.
(AFP)mks/bs/
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: