1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الازهرمسجد د حضرت محمد کاریکتور بیا نشرول غندلي دي

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د قاهرې الازهر مسجد په ۲۰۰۵م کال کي د فرانسې د شارلي ابدو مجلې له خوا د حضرت محمد(ص) جنجالي کاریکتور بیا نشرول غندلي دي. په خبره یې دا په ناحقه په جهان کي د تقریباً دوو ميلیاردو مسلمانانو احساسات راپاروي.

https://p.dw.com/p/3hwOR
Ägypten Kairo Proteste August 2011
انځور: picture-alliance/dpa

دغه خبره نن چهارشنبه د قاهرې الازهر مسجد د افراطیت سره د مبارزې کمیټې د «الاحرام» مجلې په یوه رپوټ کي راغلې ده. په اعلامیه کي راغلي دي چي «د شارلي ابدو مجلې له خوا ددغه توهینانه کاریکاتور بیا نشرولو مجرمانه اصرار د کرکجنو ویناوو او مختلفو مذاهبو د پیروانو د احساساتو راپارولو سبب کیږي«.

الاظهر پر شارلي ابدو باندي تور لګولی دی چي په خپل دې کار سره په ټوله نړۍ کي د مختلفو ادیانو تر منځ د ډیالوګ او خبرو اترو کوښښونه له ناکامۍ سره مخامخ کوي. لکه مثلأ په ۲۰۱۹م کال کي د پاپ فرانسیسکو او الازهر مسجد د لوی مفتي، احمد ال طیب تر منځ د ورورګلوی ګډه اعلامیه.

د الازهر مسجد کمیټې د بین امللي ټولني څخه هم غوښتي دي چي په قاطعیت سره د مسلمانانو د عقیدې او سمبولونو پرضد حملو په مقابل کي ودریږي او د «ډبل مورال سیاست» ته خاتمه ورکړي. خو په عین حال کي یې د ۲۰۱۵م کال په جنوري میاشت کي د شارلي ابدو پر دفتر باندي حمله وغندله، په کومه کي چي ۱۲ کسان په قتل ورسېدل.

د قاهرې الازهر مسجد د مصر تر ټولو زوړ او تاریخي مسجد دی. په هغه پوري یو پوهنتون هم مربوط دی چي تقریباً۲۰۰۰۰ محصلین لري او د اسلام یو له معتبرو پوهنتونونو څخه دی.

دلته د مسجدونو یو انځوريز البوم هم کتلای شئ - آرشيف: