المانی سياستوال:« تر ۱۴ کلنۍ کښته نجوني دي حجاب نه کوي»
۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعهد جرمني په پارلمان کي د اتحادي گوندونو د فراکسیون د مشر مرستیال او مسیحي دیموکراټانو سیاستوال ، کارسټن لینه من، نن جمعه (د اکتوبر پر ۱۵ مه نیټه ) المانۍ فرانکفورتر الگماینه څایټونگ ته ویلي دي، چي د مهاجرت دکلتوري پسمنظر اهمیت ته اوس هم ډیره لږ توجه کیږي. موږ یې باید د سیاسي اسلام څخه شروع کړو.»
لینه من همدارانگه په مسجدونو او مسجدونو د راجستر کولو د تمویل په برخه کي د شفافیت د یوه قانون غوښتنه هم وکړه. په خبره یې د ملایانو او امامانو ویزه باید د هغوی د الماني ژبي له زده کړي سره مرتبط سي:« د ژبي کورسونه باید مکلفیت وگرزي او د نه مراعتولو په صورت کي باید د مجازاتو سره مل وي.»
ده په مسیحي دیموکراټانو گوند کي د«ښئ اړخي تغیر» ادعا رده کړه. خو ویې ویل، ددې له پاره چي د امنیت، مهاجرت او ادغام په برخه کي اعتماد بیرته رامنځته سي، د قانونیت تطبیقولو ته ضرورت احساسیږي. په نظر یې،« که موږ دغه اعتماد بیرته رامنځته نه کړو، بیا نو موږ د یوه ولسي گوند په حیث هیڅ چانس نه لرو.»