امريکا: دموکراتان د ترمپ پر پرځولو ټينګار کوي
۱۳۹۹ دی ۲۰, شنبهپر کانګرس باندې د حملې له کبله چې پنځه تنه پکې ووژل شول، د متحده آيالاتو پر برحاله ولسمشر، دونالد ترمپ، باندې فشار په زياتېدو دی. د متحده آيالاتو د ولسي جرګې مشرې، نانسي پلوسي، د پارلمان د دموکرات فراکسيون له همکارانو سره تر آنلاين کنفرانس وروسته وويل: «د استازو هيله دا ده چې ولسمشر سملاسي استعفا وکړي.»
د هغې په خبره که دا کار ونه شي، نو د پارلمان د حاکمو مقرراتو پلاوي ته يې امر کړی دی چې د استيضاح يعنې له قدرته د ترمپ د پرځولو بهير ته دې چمتوالی ونيسي. ترمپ په دې سره به لومړی امريکايي ولسمشر وي چې دوه وارې د استيضاح له غوښتنې سره مخامخ شوی وي.
بلوا ته د لمن وهلو تور
د دغسې يوه بهير د پيلولو له پاره د يوه پرېکړه ليک په مسوده کې بيا يوازې يو ټکی او اصلي تور ښايي په نظر کې ونيول شي، يعنې «بلوا ته وربلنه» چې له مخې يې ترمپ دې ته لمن وهلې ده چې ملاتړو يې وروسته پر کانګرس هجوم وروړي. ترمپ په دې سره خپلو هغو هڅو ته دوام ورکړی دی چې د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د رسمي کېدو مخه ونيسي. د خپل دغسې چلن سره ترمپ په دې حواله ښودلي دي چې «هغه به د ملي امنيت، دموکراسۍ او اساسي قانون له پاره ګواښ وي، که پر خپله دنده د پاتې کېدو اجازه ولري.» له دې مخې بايد ترمپ د ولسمشرۍ له دندې څخه سمدلاسه لېرې کړل او په راتلونکي کې د نورو حکومتي دندو له نيولو څخه منع شي.
د کانګرس دموکراتې استازې، داينا دېګېتې، وويل ټاکل شوې ده چې دغه پرېکړه ليک به د دوشنبې په ورځ وړاندې کړل شي. د استازو په مجلې کې دموکراتان اکثريت لري چې د استيضاح د شروع کولو بهير يې له کبله تقريبا ډاډمن ايسي. خو پرېکړه بالاخره د متحده آيالاتو په سنا کې کيږي چې جمهوري غوښتونکي پکې تر اوسه پورې اکثريت لري. له دې کبله غير احتمالي برېښي چې د سنا په وړاندې دغه بهير به بشپړ شوی وي، کله چې راتلونکی ولسمشر جو بايدن او مرستياله يې، کمالا هريس، د جنورۍ په شلمه لوړه کوي.
kle/as/ن ص/ا ح
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: