امريکايي ديپلوماته: طالبان دې میرمن يعقوبی خوشې کړي
۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبهپه افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ماموریت شارژدافيرې، کرين ډيکر، پر ټويټر ليکلي دي چې «امریکا متحده ایالات به هيڅ کله هم د ښځو د ژوند، کار او سولیزو غونډو حقونو څخه ملاتړ ونه دروي.»
افغان فعاله ظریفه یعقوبي او څلور تنه نور د کابل په لويديځ کې د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې پرمهال داسې وخت ونيول شول چې غوښتل يې د «افغان ښځو خوځښت» په نوم يو حرکت تاسیس کړي.
ملګرو ملتونو په کابل کې د طالبانو له خوا د فعالو ښځو نیولو ته غبرګون وښود
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د ېوې خبري غونډې پر مهال وويل چې هغه د میرمن ظریفي د نيول کېدو په اړه معلومات نه لري، خو زياته يې کړه که چېرته دا خبر دقیق وي نو هر ډول معلومات يې چې په اړه ترلاسه کړي شریک به يې کړي.
یعقوبي د ښار په واټونو کې د اعتراضونو پر مهال او په تلویزيوني بحثونو کې د افغانو ښځو او نجونو له تعليم، کار او آزادۍ دفاع کړې ده. طالبانو د تیرکال په اګست کې تر بیا واکمنېدو وروسته د افغان میرمنو او نجونو پر تعليم، کار او ټولنیزو فعالیتونو باندې يو لړ محدودیتونه وضع کړي دي او په خپله موقته اداره کې يې هم ښځو ته ځای نه دی ورکړی.
آ/م.ک.ص./م.ن.ص.
له آرشیف څخه یو ويډيويي رپوټ: