محمد بن سلمان او جک سالیوان د سعودي په ظهران کې ليدلي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۰, یکشنبهد سعودي عربستان دولتي رسنۍ د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د می ۱۹) رپوټ ورکړی چې د سلمان او سالیوان کتنې د دغه هېواد په شرقي ښار، ظهران، کې شوي.
دغه تړونونه د لومړي ځل له پاره د واشنګټن د هغو سترو هڅو یوه برخه ارزول کیږي چې غواړي رياض د اسرائيل په رسميت پېژندلو ته نژدې کړي، هغه هڅې چې په غزه کې د روانې جګړې له کبله پېچلې او زیانمنې شوي دي.
د فرانسې خبري آژانس د سعودي دولتي رسنۍ له قوله وايي چې شهزاده محمد بن سلمان او جک سالیوان د سعودي عربستان او امریکا متحده ایالتو ترمنځ د «ستراتيژيکو تړونو پر نيمه وروستۍ نخسې چې کار ېې مخ په بشپړېدو دی» خبرې کړي دي.
زیاته شوې چې دواړو خواوو د فلسطينیانو پر مسئله هم خبرې کړي، کومه چې سعودي او امریکا ورته د یوې معتبرې حل لارې د موندلو له پاره هڅې کوي. په دغې کتنه کې د غزې پر وضعیت او هلته د جګړې پر درولو او جګړه ځپلې سېمې ته د بشري مرستو رسېدو ته د سهولتونو د رامنځ ته کولو پر مسئلو هم خبرې شوي دي.
سپينې ماڼۍ ويلي چې ټاکل شوې سالیوان د جګړې په هکله د خبرو له پاره د يکشنبې په ورځ ناوخته اسرائيل ته ولاړ شي.
ریاض په حاضر وخت کې د واشنګټن تر ټولو مهم امنيتي متحد دی او د بایدن ادارې له مودې راهيسې هڅې پيل کړي تر څو داسې یو توافق ته ورسیږي چې له مخې ېې کېدای شي سعودي عربستان امریکا سره د ېو ځواکمن ستراتيژيک تړون په بدل کې اسرائيل په رسميت وپيژني.
محمد بن سلمان په سپتمبر میاشت کې امریکايي شبکې فاکس نیوز سره په يوه مرکه کې ويلي وو چې د اړيکو د عادي کېدو یو توافق ته «موږ هره ورځ ورنژدې کيږو.» هغه دغه مرکه د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل د حماس ډلې له حملې مخکې کړې وه. دغه هڅې تر یادې حملې او په غزه کې د روانو تاوتريخوالو له کبله سختې اغیزمنې شوي دي.
(AFP)mks/aa