امریکا د ایران د ۳ میلیارده ډالرو ازادیدل تائید کړي
۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبهد امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د سه شنبې په ورځ )جون ۱۳مه) په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړه، چې ایران په عراق کې د بندو شویو درې میلیارده ډالرو ته لاس رسی پیدا کړ او دغه هېواد کولی شي، په عراق کې په خپلو حسابونو کې پیسې د بشردوستانو موخو او د غیر تصویب شویو معاملو له پاره وکاروي.
اړوند مطلب: امریکا پر ایران بندیزونه کموي
میلر د خپلو خبرو په دوام وویل، دا هغه اقدام دی چې په تېرو کلونو کې د امریکا پخواني حکومت د قضیې پر اساس ترسره کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې ده چې دا اقدام د امریکا له قانون سره سم او د عراق حکومت سره په بشپړې همکارۍ شوی دی.
رویترز خبري اژانس د عراق د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې نشر شي، په عراق کې د ایران د کنګل شویو پیسو ۲،۷۶ میلیارده ډالر چې د ایران د برېښتا او ګازو پیسې وې، د ازادیدو خبر ورکړی دی.
اړوند مطلب: ایران په لبنان کي د برق دستگاوي جوړوي
د «منځني ختیځ« په نوم د عراق یوې خبري ویب پاڼې رپوټ ورکړل دی چې دا پیسې به د عراق تجارتي بانک له لارې انتقالیږي او له دغو پیسو به یوازې د ایراني حجیانو د لګښتونو او په ایران کې د خوراکي توکو د صادراتو په برخه کې ولګول شي.
د ایران میلیاردونه ډالر په دې هېواد کې د بندیزونو له امله په جنوبي کوریا، عراق او څو نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.
dw-fz.nz