انځورونه: خپلو اصلي سیمو ته د بې ځایه شویو بیرته ورتګ
په افغانستان کې جګړې، نا امنۍ، بې وزلي او اقلیمي بدلون د دې سبب ګرځیدلي چې سونه زره کورنۍ نورو سیمو ته گډه شي. په سترو ښارونو کې ډیر کمپونه جوړ شوي چې اوس یې خپلو سیمو ته بیرته ګرځیدل پیل شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري تل له داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کوي. دغه سازمان د افغانستان له حکومت او له نورو مرستندیه سازمانونو سره په ګډه د مرستو په ترلاسه کولو په دې هڅه کې دی چې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو اصلي سیمو ته ولیږي.
د افغانستان د مهاجرو او راستنیدونکو وزارت د معلوماتو پر اساس په دې هیواد کې ۲۵۲ زره او ۸۸۲ کورنۍ بې ځایه شوي دي.
د افغانستان د حکومت د رسمي شمیرو له مخې په دې هیواد کې د ټولو بې ځایه شویو کسانو شمیر یو میلیون او ۵۱۷ زره او ۲۹۲ کسان ښوول شوی دی.
د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ په ګډون د نړیوالو سازمانونو د شمیرو له مخې په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال په ترڅ کې نږدې نیم میلیون انسانان د جګړو د خطر له امله بې ځایه شوي دي. د ۲۰۱۷م کال له پیل راهیسې نږدې۴۵۰ زره کسانو خپل کورونه او مینې ترک کړي او نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو کسانو بیرته ورتګ جریان لري. ډیری بې ځایه شوي نه دي ثبت شوي او له دې امله ځینې وخت مرستې نه ترلاسه کوي.
په دې وروستیو کې د هرات ولایت د ادرسکن، شینډنډ او فارسي ولسوالیو اوسیدونکي نږدې ۳۰۰ کورنۍ د دې ولایت د انصارو د کمپ له سیمې څخه بیرته خپلو اصلي سیمو ته وګرځیدل. دوی د خپل نوي ژوند له پاره ځینې مرستې هم ترلاسه کړي.
د هرې بې ځایه شوې کورنۍ له پاره د هرات ولایت د مهاجرو د چارو ریاست دوی ته د تګ کرایه، ځینې ساختماني مواد او یوه شیدې ورکوونکې بزه او ۲۵ چرګي ورکړي، ترڅو خپل ژوند ورباندې مخ ته یوسي.
خپلو اصلي سيمو ته د دغو ۳۰۰ بې ځايه شوو کورنيو د بيرته گرځېدو لگښت نژدې ۲۳ ميليونه افغانۍ سوی دی.
ټاکل شوې چې د شپږو میاشتو له پاره بیرته خپلو ولسوالیو ته تر تګ وروسته دغه بې ځایه شوې کورنۍ تر څار لاندي ونیول شي ترڅو بیرته ښارونو ته ونه ګرځي.
اوسمهال په هرات کې ۸۶ زره داخلي بې ځایه شوې کسان ژوند کوي. ټاکل شوې چې د افغانستان د مهاجرو او راستنیدونکو چارو وزارت تر هرات ولایت وروسته دغه راز لړۍ په ۱۰ نورو ولایتونو کې هم عملي کړي.