انځورونه: د «زبینه» طوفان د اروپا په شمال کې زيانونه اړولي
د «زبينه» په نامه دغه طوفان د چټک باد او ورښت سره لومړی بريتانيا او آيرلنډ ته ورسید چې د بريښنا د پرې کيدو او د سيلابونو د راوتلو لامل وګرځيد. وروسته دغه طوفان فرانسې، بلجيم، هالند، سويس او آلمان ته هم ورسید.
ځواکمن او خطرناک باد
دغه طوفان ته په آلمان کې د «زبينه» نوم ورکړل شوی خو په نورو اروپايي هيوادونو کې ورته د «کيارا» نوم اخلي.
د سيلابونو خبرداری
په بريتانيا کې د شديدو بارانونو وريدل، د دې لامل شو چې د دغه هيواد د هوا پيژندنې اداره د سيلابونو د راوتلو په اړه خلکو ته ۱۹۰ ځله خبرداری ورکړی. انځور کې ليدل کيږي چې د انګلستان په شمال مايتمرويد کې سيلاب راغلی او زيانونه يې اړولي.
د ترافيکو په مسير کې خنډ
د «زبينه» ځواکمن طوفان د ترافيکو مسير هم په ځينو برخو کې له خنډ سره مخ کړ. پر سړکونو د ترافيکې پيښو علاوه، اورګاډي ودرول شول او د الوتکو پروازونه هم وځنډول شول.
فرانسه
د فرانسې په شمال کې د ویمیریوکس ښار او ځينې نورې سيمې هم له دغه طوفانه اغيزمنې شوي. په دغو سيمو کې پارکونه، هديرې، او خلاص بازارونه بند شوي دي.
آلمان
آلمان ته د «زبينه» طوفان په لومړي ځل د یکشنبې ورځې په سهار د دغه هيواد لويديځو برخو ته ورسيد. لومړی يې د ايمدين او کيل ښارونه لاندې کړل.
زيانونه
باد په ځينو برخو کې ونې له بيخه ایستلي دي. دغه انځور د نورد راين ويستفالن ايالت په دوسلدورف ښار کې د ونو د لویدو د يوې پيښې څخه دی. د آلمان په ځينو برخو کې د دوهم ځل له پاره د لوړې درجې خبرداری ورکړل شوی دی.
بند پاتې شوي مسافر
د آلمان بايرن ايالت ته د طوفان له نژدې کيدو سره سم، د آلمان د دوسلدورف او فرانکفورت په هوايي ډګرونو کې ډير پروازونه لغوه او يا وځنډول شول. د لندن، بروکسل او امستردام په هوايي ډګرونو کې هم ورته وضعيت دی.
په ساعت کې ۱۶۵ کيلومتره
د یکشنبې ورځې په ماښام د باد سرعت خپل تر ټولو چټک يعنې په يوه ساعت کې ۱۶۵ کيلومترو ته ورسيد.
د طوفان لوړ سرعت
وړاندوینه شوې چې د دې طوفان سرعت به په ساعت کې ان تر ۱۸۰ کیلومتره پورې ورسیږي.
د ښوونځیو تړل کیدل
په لوګزامبورګ او د آلمان په کلن ښارونو کې د ښوونځيو شاګردانو ته ویل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي. ورزشي ځايونه هم بند دي او ان د بريتانيا او د آلمان د فوټبال ليګونو مسابقې هم لغوه شوې دي.