انځورونه: د پاراکور تمرینونو د افغانستان د جګړې په ویجاړو کې
یو شمیر افغان ځوانان د افغانستان د جګړو په ویجاړو کې د پاراکور سپورټ تمرینونه کوي او د دغه سپورټ راتلونکې ته هیلمن دي. هغوی اوس ډیرې ستونزې لري خو هڅه کوي چې دغه نوې ورزشي رشتې ته په افغانستان کې وده ورکړي.
پارکور د لومړي ځل له پاره د ویتنام له جګړې څخه باتې یوه فرانسوي سرتیري دیوید بل، رامنځ ته کړ. هغه دغه سپورت له خنډونو څخه د تیریدو په موخه د هدفمندو حرکتونو مجموعه بللې وه.
دغه ورزش په اصل کې «په ځیرک ډول له خنډونو څخه د تیریدو له لارې د یوې نوې لارې موندل» دي.
ډیر وخت نه کیږي چې یو شمیر افغان ځوانانو هم دغه ورزش ته مخه کړې ده. هغوی دغه سپورت د یوې سرګرمۍ په توګه هم ګڼي.
افغان ځوانان مسلکي روزونکی نه لري او هغوی په انترنت کې د ویدیوګانو د لیدو له لاره خپل تمرینونه پر مخ بیایي. هغوی ډیر وخت د جګړې په ویجاړو کې تمرینونه کوي لکه په دغه انځور کې چې هغوی د دارالامان په قصر کې تمرین کوي.
د دغه ورزش حرکتونه ډیر متفاوت دي او ورزش کار باید پخپله هم ډیر خلاقیت ولري. په دغه ورزش کې منډې وهل، ټوپ وهل، پورته ختل، له خنډونو تیریدل او نور حرکات شامل دي.
د دې له پاره چې دغه ورزش ډیرې انرزي ته اړتیا لري نو ورزشکار باید ډیر حرکتونه د لږې انرژي له مصرفولو سره سر ته ورسوي.
د رپوټونو له مخې اوس مهال په کابل او هرات ولایتونو کې د پارکور تیمونه تمرینونه کوي. لا تر اوسه بورې دغه سپورټ په افغانستان کې ثبت شوی نه دی او مینه وال یې ډیر امکانات په لاس کې نه لري.
هغه کسان چې د پارکور وزرش کوي د «تراسور» په نوم هم یادیږي. تراسوران په افغانستان کې ځینې وختونه له ستونزو سره مخامخیږي: هم د کورنۍ له خوا او هم د ټولنې له خوا.
هر څوک کولای شي دغه ورزش وکړي او تر خپل توان پورې په کې پرمختګ وکړي.
د افغانستان په ګاونډي هیواد ایران کې ډیر شمیر نجونې هم دغه ورزش کوي خو په افغانستان کې د دغه ورزش نجونې ورزشکارانې له نه شته.