انځورونه: هغه ايرانۍ کارخانه چې بيرغونه يوازې د سوځولو له پاره جوړوي
په ايران کې د بهرنيو ملکونو د بيرغونو جوړولو يوې کارخانې کاروبار ډير چټک شوی دی. په دغه کارخانه کې د درو هيوادونو، امريکا، بريتانيا او اسرائيل بيرغونه یوازې د دې له پاره جوړيږي چې د مظاهرو پر وخت ورته اور واچول شي.
ځوان کارګران
د بيرغ جوړولو دغه کارخانه د ايران په سويل لويديځ ښار خمين کې ده. په کارخانه کې ځوانې نجوني او هلکان لومړی بيرغونه چاپوي او بيا يې د وچولو له پاره په آزاده هوا کې زړوي.
کاروبار
په ايران کې د بيرغونو جوړولو تر ټولو لويه کارخانه په دې ورځو کې په ډيره چټکۍ کار کوي. په دغه کارخانه کې د درو هيوادونو، امريکا، بريتانيا او اسرائيل بيرغونه یوازې د دې له پاره جوړيږي چې د مظاهرو پر وخت ورته اور واچول شي.
ډيري مظاهرې ډيره ګټه
دغه کارخانه د اعتراضي مظاهرو پر وخت په مياشت کې نژدې دوه زره امريکايي او اسرائيلي بيرغونه جوړوي. دوی په کال کې يونيم ميليون فوټ مربعې رخت د بيرغونو په جوړولو کې مصرفوي.
د بيرغونو سوځول
د ايراني جنرال قاسم سليماني تر وژل کيدو وروسته د ايران او امريکا تر منځ اړيکي لا ترينګلي شوي دي، چې له امله يې په ايران کې د امريکا ضد مظاهرې هم ډيري شوي دي. په دغو حکومت پلوه مظاهرو کې په پر له پسې توګه د امريکا، اسرائيل او بريتانيا بيرغونه سوځول کيږي.
د کارخانې مالک
د ديبا په نوم د بيرغ جوړولو فابريکې مالک، قسم کنحاني، رويټرز خبري آژانس ته وويل: «موږ د امريکا او بريتانيا له اوسيدونکو سره هيڅ ستونزه نه لرو. زموږ ستونزه د هغوی له حکومتونو سره ده. د هغوی د مشرانو او ناسم سیاستونو سره يې.»
په تهران کې مظاهرې
د ايراني جنرال قاسم سليماني د وژنې په غبرګون کې د ايران په پلازمينه تهران کې مظاهره کوونکی د امريکا او بريتانيا بيرغونه سوځوي.
د مظاهرو ريګارډ جوړل
د کارخانې مالک د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله تاسو د يوه ملک بيرغ سوځوی د هغه ملک پر خلکو بد اغيز نه کوي، وويل: «د اسرائيل او امريکا خلک پوهيږي چې موږ له هغوی سره هيڅ ستونزه نه لرو، خلک که د مظاهرو پر وخت د دغو ملکونو بيرغونه سوځوي هغه د دې له پاره چې د خپلو مظاهرو ريکارډ يې جوړ کړی وي.»
د خلکو غبرګون
د کارخانې د کنټرول مدير، رضايي، چې نه غواړي خپل بشپړ نوم وښيي وايي: «د امريکا د بيرغونو سوځول د امريکا د حکومت د ظالمانه کړنو پر وړاندې، لکه څرنګه يې چې جنرال سليماني وواژه، لږ تر لږه يو غبرګون دی چې خلک يې ښکاره کوي.»
د امريکا ضد روحيه
د رويټرز په حواله، د ایران تر انقلاب وروسته په دغه هيواد کې تل پر امريکايي ضد روحيه باندې تمرکز شوی دی. د ايران مذهبي حکومت امريکا ته د لوی شيطان په سترګه ګوري.
په حالاتو کې بدلون
خو له بل لوري اوس په ايران کې حالات بدل شوي هم دي. د بيلګې په توګه د تيرکال په نوامبر مياشت کې په ايران کې د حکومت ضد مظاهرو پر مهال دا غږ پورته شو: «زموږ دښمن امريکا نه دی، زموږ دښمن همدلته دی.»
نوی نسل د بيرغ سوځولو سیاست نه غواړي
سربيره پر دې چې د ايران په مظاهرو کې د امريکا بيرغ پر ځمکه اچول کيږي، خو په يوه ويډيو کې ښکاري چې ځوان مظاهره کوونکي د بيرغ تر پښو لاندې کولو څخه ډډه کوي. شنونکي په دې آند دي چې د ايران نوی نسل نور د بیرغ سوځولو له سیاست څخه ستړي شوي دي.