انځورونه: هغه مهاجر چې د کثافاتو د تخلیې په ځای کې ژوند کوي
د بوسنیا هرزګوینا په خاوره کې شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجر اړ دي، په داسې ځای کې ژوند وکړي چې تر دې مخکې په کې کثافات تخلیه کیدل. دغه مهاجر د بیهاچ ښار په وچیاک سیمه کې په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کوي. نړۍ یې یوازې ننداره کوي.
وچیاک، د کثافاتو د تخلیې پخوانی ځای
د بوسینا چارواکو د جون میاشتې پر ۱۵مه نیټه له ښارونو څخه مهاجر اخراج او په دې سیمه کې چې له ښاره لس کیلومتره واټن لري، د هغوی د ځای پر ځای کولو بهیر پیل کړ. ډیر وخت افغان، پاکستاني او سوریایي ځوان نارینه مهاجر هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې له پولې واوړي. له همدې کبله پولیس څه نا څه هره ورځ دې سیمې ته نوي مهاجر ورولي.
په خیمو کې ژوند
د بیهاچ د سره صلیب کمیته په ورځ کې دوه وارې د مهاجرو له پاره ډوډۍ برابروي. سهار هغوی ته یوه ټوټه ډوډۍ او ماښام ورته ډوډۍ او سوپ ورکول کیږي. خو په یوه ورځ کې دومره ډوډۍ کافي نه وي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت او بې سرحده ډاکټرانو په څیر لوی سازمانونه دې سیمې ته ورغلل او تر څیړنو وروسته یې هغه بیرته پریښوده او مهاجر یو وار بیا یوازې پریښودل شول.
د ښځو او نارینه و له پاره جلا ځایونه
ښځې او ماشومان په بیهاچ کې نورو کمپونو ته استول شوي دي. وچیاک ته یوازې نارینه او تنکي ځوانان راوستل کیږي. د دې ځای تر ټولو وړوکی اوسیدونکی یوازې یوولس کاله عمر لري.
پولیس نیول شوي مهاجر بیرته همدې سیمې ته راولي
مهاجر پر ځکه خوب کوي. که خیمي ډکې وي نو تازه مهاجر باید بهر او د کثافاتو په منځ کې ویده شي. که څوک اروپايي ټولنې ته د تلو هڅه وکړي نو پولیس یې بیرته همدې سیمې ته راولي.
د شخصي رضاکارانو ابتکارونه
آلماني خبریال دیرک پلانرت، د مهاجرو له حاله خبر شو او ژر هغې سیمې ته ولاړ. هغه یو سیار کلینیک جوړ کړی چې په ورځ کې په کې د تر ۲۰۰ مهاجرو درملنه کیږي.
د مهاجرو له پاره طبي مرستې
یو سلوانیایي د طب مجصل اوس د رضاکار په توګه د یوه کلینیک سرپرستې کوي. د اتریش او آلمان ډاکټران د څو ورځو له پاره وچیاک ته ورغلل او په دې ځای کې یې ناروغان ولیدل. بیا وروسته دوه آلماني نرسان هم دې ځای ته د مرستې له پاره ورسیدل.
«د پولیسو سپي وداړلم»
ناروغان د خیمي مخې ته په انتظار دي چې درملنه یې وشي. دې سړي ایټالیا ته د تللو هڅه وکړه خو پر لاره بیا د سلوانیا د پولیسو سپي وداړه. د سلوانیا پولیسو بیا هغه د کرواسیا پولیسو ته وسپاره. دې وایي چې پولیسو وهلي او بیا یې د بوسنیا پولې ته استولی دی.
د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي په اړه رپوټونه
دغه سړی د کرواسیا د پولیسو په یوې برقي ډنډې ټپي شوی دی. ټول مهاجر د پولیس له ناوړه چلن څخه شکایت کوي. پولیسو له ډیرو مهاجرو څخه تر اخراج مخکې آن د هغوی بوټان هم اخلي.
له پاکستانه د زخم نښان
یوه ځوان نارینه خپل پښتورګی د ۲۰۰۰ یورو په بدل کې وپلوره چې خپلې ښځې او درو ماشومانو ته خوراکي توکي او نور اړین مواد راونیسي. ځيني پاکستاني مهاجر د افغانستان پر پوله د جګړو کیسې کوي.
د ناروغیو خپریدل
په کلینیک کې څه نا څه ۸۰ سلنه ناروغان د جلدي خارښ او یا د جلدي دانو ستونزې لري. دغه ناروغي د درملو په مرسته له منځه تلی شي خو په وچیاک کې نه. ځکه باید جامي او کمپلې پاکې شي. خو په دې کمپ کې د کالیو د پاکولو اسانتیا نه شته.
د اروپا په لور د ۱۰۰۰ یورو پورو په مقابل کې پیاده قاچاقي سفر
کرځنده تلیفونونه د مهاجرو او د هغوی د کورنیو د ارتباط یوازیني وسیلې دي. پر دې سربیره ځیرک تلیفونونه له مهاجرو سره مرسته کوي چې د اروپايي ټولنې پر لور خپله لار ومومي. خو اوس ډیری مهاجر تلیفونونه نه لري ځکه د کرواسیا پولیسو ترې اخیستي. یو مهاجر اروپايي ټولنې ته د پیاده رسیدو له پاره ۱۰۰۰ یورو او په موټر کې د تلو له پاره بیا ۳۰۰۰ یورو ته اړتیا لري.
احتیاط وکړئ، د ماین خطر موجود دی!
د وچیاک په کمپ کې د ماینونو د ګواښ یوه لوحه نصب شوې ده. په اروپا کې د ماینونو بله سیمه له دې ځایه څه نا څه زر متره لیرې پرته ده. ماین پاکوونکي وايي چې مهاجر یې له ماینونو په ډکه سیمې کې د ګرځیدو پر مهال لیدلي دي. تر اوسه د ماین چاودنې له کبله کومه پیښه نه ده رامنځ ته شوې.