انځورونه: په امریکا متحده ایالاتو کې ژمنی طوفان
د امريکا متحده ایالاتو ډېرې سيمې ژمني طوفان چې واروې او کنګلونه ورسره مل دي، ځپلي دي. په میلیونو انسانان له دغه ډول وضعیت څخه اغیزمن سوي او د ځانی تلفاتو رپوټونه هم خپاره سوي دي.
له سختې یخنۍ سره د نوي کال پیل
سخت ژمني طوفان، له منځني لویدیځ څخه د امریکا متحده ایالاتو تر ختیځو ساحلونو پوري سیمې په یخنۍ او کنگل پوښلي دي. دغه طوفان په ترانسپورت کې د گډوډیو او په پراخه سطحه د بریښنا د قطع کیدو سبب سوی دی. ډیریو کسانو په بیلابیلو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بریښنا قطع کیدل
په ځایی وخت د دوشنبې په ورځ، په زرو کورنۍ پرته له بریښنا وې. د "poweroutage.us"د ویبپاڼي د رپوټ له مخې د میسوري، ایلینوی، ایندیانا، کنتاکی، لویدیځي ویرجینیا او ویرجینیا ایالتونه تر ټولو ډېر ددغه طوفان په نتیجه کې د بريښنا له قطع کیدو سره مخامخ شول.
اضطراري حالت
د کنتاکي، میزوري، ویرجینیا او مریلند ایالتونو کې چارواکو اضطراري حالت اعلان کړی دی. هغوی له اوسیدونکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاته سي، لکه څنگه چې دلته په تصویر کې د میزوري په سنت لوئیس کې لیدل کیږي.
د سړکونو خطرناک حالت
په ۲۰۲۵ م کال کې لومړني طوفان د امریکا متحده ایالاتو پر مځکني او هوایی ترانسپورت ویجاړوونکی اغیز اچولی دی. ډیری پروازونه وځنډول او یا هم لغوه سول. ډیری موټرچلوونکي په سړکونو کې بند پاته سول ، لکه دلته چې په دغه انځور کې، یو موټر د دوو لاريو ترمنځ په کنګل کې بند پاتې دی.
د ورځني ژوند فلج کیدل
دغه لیموزین بند پاته دی، لکه د کنتاکي د ایالت په لوئیزویل کې د نورو شیانو په څیر چې تر واورو لاندي ښخ سوي دي. د هواپیژندنې ملي ادارې د طوفان تر اغیز لاندي سیمو ته له سفرکولو څخه کلک خبرداری ورکړی دی.
په سختي یخنۍ کې د ویسکي ډبې
دغه طوفان له ځانه سره سختې واورې درلودې. [په انځور کې] په لوئیزویل کې د ویسکي پر ډبو باندي واوره لویدلې ده. د خلیج په ساحلونو کې د هوا درجه له عادي حالت څخه تر ۱۰ درجو کښته سوې ده.
د کوچنیانو له پاره ساعتتیری
په ځینو سیمو کې کوچنیان د ښوونځي له رخصتیو څخه خوند اخلي، ځکه چې وخت لري په واورو کې لوبې وکړي. په دا وروستیو ورځو کې، د کانزاس او میزوري ایالتونو کې تر ۲۵ سانتي مترو پوري واوره سوې ده.
آیا د طوفان پای ترسترگو کیږي؟
د هواپیژندنې د ادارې په حواله د وارې طوفان به اوس پای ته ورسیږي، خو اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به د هوا درجه ترصفر کښته پاته سي. دغه عکس د نیویارک مرکزي پارک ښيي.