انځورونه: په نړۍ کې مسلمانان کوچنی اختر لمانځي
په ټوله نړۍ کې مسلمانان د کوچنی اختر لمانځنه کوي. دغه اختر د رمضان میاشتې په پای کې د مسئول چارواکو له خوا شپې د نوې میاشتې د لومړنیو نښو په لیدلو سره اعلانيږي. په مختلفو هېوادونو کې د سږني اختر یو شمېر انځورونه وګورئ.
په تیلسکوپ کې د سپوږمۍ کتل
مسلمانان د روژې میاشت او اختر د قمري نظام له مخې اعلانیږي. له همدې کبله مسئول چارواکې د پرمختللو وسايلو په ذریعه سپوږمۍ څاري. دغه کار د رمضان میاشتې په وروستیو دوو درې شپو کې کیږي. د نوې میاشت د لومړنیو نښو نښانو تر لېدلو او تائيد وروسته اختر اعلانیږي.
استانبول، ترکيه
د اختر په لومړۍ ورځ د استانبول ښار د آیا صوفيه مشهور مسجد مخې ته ښځې او نارينه د اختر لمانځلو پر مهال. د اختر په خوشالیو کې یو هم د خلکو له خوا پر سمارټ فون د انځورونو اخیستل دی. خلک خپل اخیستلي انځورونه له خپلو دوستانو سره د شریکولو په موخه پر سوشل ميډيا هم خپريږي.
له اختر یوه ورځ مخکې
یو ځوان له دوو ماشومانو سره له اختر یوه ورځ مخکې د قطر په پلازمینه دوحه کې د اختر رارسېدو ته خوشالي کوي.
اختر د ډالیو د ورکړې او نوو جامو وخت
کمکی اختر درې ورځې لمانځل کيږي. په دغو ورځو عمومي رخصتي وي او مسلمانان نوې جامې اغوندي او په کې یو بل ته په تېره ماشومانو ته ډالۍ ورکوي.
ایتوپیا
په دغه انځور کې ايټوپيایان ليدل کیږي چې د اختر په دوهمه ورځ د اختر په یوه دودیزه میلمه کې سره راټول شوي دي.
بیت المقدس کې د اختر لمونځ
دغه انځور د اپریل په لسمه او د اختر په لومړۍ ورځ اخیستل شوی چې پکې مسلمانان د بیت المقدس زوړ ښار، د الاقصی مسجد په انګړ کې د اختر لمانځه ادا کولو پر مهال ليدل کيږي
اندونیزیا - د اختر لمونځ
په دغه انځور کې په اندونیزیا کې ښخې د اختر لمانځه د ادا کولو په حال کې ليدل کیږي. د اختر لمونځ معمولا د سهار تر لمانځه دوه درې ساعته وروسته کیږی او په مسجدونو کې د ښځو له پاره جلا برخه په نظر کې نیول کيږي.
نکريزې
اختر د خوشاليو جشن دی. په دغه ورځ د خوشاليو دودونه لمانځل کيږي چې په هغو کې يو هم په لاسونو د نکريزو یا حنا کېښودل دي. نن ورځ د نکریزو لګولو ښايسته ډیزاینونه راوتلي دي.
اختر او ماشومان
په دغه انځور کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې دوه ماشومان د اختر مبارکۍ پر مهال ليدل کیږي. په مسلمان ټولنو کې ماشومان تر لويانو ډېر د اختر رارسېدو ته خوشالي کوي.
هرات افغانستان
په افغانستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر اختر د اپریل په لسمه وشو. په دغه انځور کې خلک د هرات په ګذرګاه مسجد کې اختر لمانځه ادا کولو پر وخت لیدل کيږي.
کولالمپور، مالیزیا
د مالیزیا مسلمانان د دغه هېواد په ستر ښار کولالمپور په سلطان عبدالصمد جامع مسجد کې د اختر لمونځ ادا کوي.
روژه او زکات
اختر او د روژې میاشت د زکات ورکړې له پاره هم ښه فرصت دی، تر څو بېوزلي افراد هم وشي کړی د زکات په پيسو ښه اختر ولري. زکات د اسلام دين له پنځو ارکانو څخه یو دی او پر هغو افرادو فرض دی چې شتمني ېې نصاب ته رسېدلي دي.
مړو ته دعاو کولو دود
په مسلمانانو کې دا دود هم دی چې د اختر په ورځ هدېرو ته ځي او خپلو مړو ته دعاوې کوي. په دغه انځور دوه کسان د بیت المقدس ښار ته څېرمه د مسلمانانو په يوه هدېره کې لیدل کیږي چې د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لسمه او د کوچني اختر په لومړۍ ورځ یوه قبر ته دعاوې کوي.
موصل، عراق
د عراق د موصل ښار په یو مسجد کې سني مسلمانان د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته اختر مبارکي کوي
بيروت، لبنان
دوه سوډاني مسلمانان د اختر په لومړۍ ورځ د لبنان بيروت ښار ته څېرمه په ال امین مسجد کې یادګاري عکس اخلي
غزه کې مهاجر ماشومان
دغه انځور د اختر په لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱۰مه) اخیستل شوی چې په کې فلسطينی مهاجر ماشومان ليدل کيږي. دغه ماشومان د مصر سرحد ته نژدې د مهاجرو په یو کمپ کې د اختر لمونځ ادا کوي.