انځوریز رپوټ: په آیا صوفیه کې ۸۶ کاله وروسته لمونځ ادا شو
وروسته له دې چې یوې محکمې د ترکیې په اسنانبول ښار کې پر جومات د آیا صوفیه د بدلولو پریکړه وکړه، د لومړي ځل له پاره هلته لمونځ ادا شو. دا پریکړه په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخامخ شوې هم ده.
د آیا صوفیه دباندې هم
په سلګونو کسانو د آیا صوفه د باندې چمن کې د جمعې لمونځ ادا کړ.
کلیسا، جومات، موزیم او بیا جومات
دغه ودانۍ د کلیسا له پاره جوړه شوې وه، خو په عثماني دور خلافت کې پر مسجد بدله کړای شوه. په تیره پیړۍ کې د ترکیې نوي ولسمشر کمال آتاترک د دغې ودانۍ پر موزیم د بدلونو اعلان کړی وو، خو اوس یو وار بیا په جومات بدل کړای شوې ده.
عیسوې نخښې په خپل حال پریښوول کیږي
د ترکي چارواکو په حواله د ودانۍ پر دیوالونو او چت موجود عیسوي علایم او نخښې به نه پاک کیږي، خو د لمانځه د ادا کولو پر وخت به د پردې په وسیله پوښل کیږي.
د ترکې ولسمشر هم په آیا صوفیه کې
د ترکیي د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا اعلان شوی وو چې ډیر ژر به په آیا صوفیه کې لمونځ ادا کړای شي. هغه پخپله هم د جمعې د لمانځه د ادا کولو له پاره دغه جومات ته ځان رسولی وو. انتقاد کونکي وایي چې پر جومات د آیا صوفیه بدلول داسې یو اقدام دی چې د اردوغان له پاره سیاسي ګټه لري.
له کرونا څخه وقایه
روغتیايي کارکونکي د آیا صوفیه په جومات کې مکروب وژونکي مواد دوا پاشي کوي. په آیا صوفیه کې د لمونځ کونکو د روغتیایي حفاظت په خاطر هم ځانګړي حفاظتي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
ټولنیز واټن
په آیا صوفیه کې د جمعې لمونځ د ادا کولو له پاره په ډیر لوړ شمیر کې مسلمانان راټول شوي وو. خو د کرونا ویروس وبا د خطر په پام کې نیولو سره ټولنیز واټن مراعات کیده.
اوس بې له ټکټه آیا صوفیه لیدلی شئ
آیا صوفیه د ټولې نړۍ په کچه په ترکیې کې د سیلانیانو له پاره یوه له مشهورو ودانیو څخه ده. چارواکي وايي سره له دې چې آیا صوفیه په جومات بدل شوې ده، دلته به د سیلانیانو د راتګ لړۍ جاري وساتل شي. خو د لمانځه پر وخت به د سیلانیانو حرکت محدود کړای شي. سربیره پر دې تر دې وروسته به آیا صوفیه ته د داخلیدو په خاطر ټکټ اخیستلو ته هم ضرورت نه وي.
آیا دا د اردوغان سیاسي چال دی؟
انتقاد کونکي وایي چې له موزیم څخه پر جومات د آیا صوفیه بدلول د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ موجوده همغږۍ ته د زیان رسولو مترادف دی. بل لور ته ویل کیږي چې اردوغان دا ګام د ملتپاله ولس د رایو او ملاتړ ترلاسه کولو په خاطر پورته کړی دی.