اوکراين کي پر مؤقتي اوربند تفاهم سوی دی
۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعهد کيف او ماسکو استازو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د مارچ ۴مه نېټه) د دې پخلی وکړ چي دواړه اړخونه د اوکراين په بعضو سيمو کي پر اوربند تفاهم ته رسېدلي دي. د هغوی په وينا د دغه مؤقتي اوربند مقصد به و ولسي خلکو ته د تېښتي محفوظه لاره ورکول وي.
نهه ورځي تر مخه پر اوکراين د روسيې د پوځي بريد راهيسي دا لومړی ځل دی چي د دواړو هيوادونو تر منځ د امن له پاره مذاکراتو کي پر مؤقتي اوربند توافق کيږي. دا د سولي له پاره د خبرو اترو دويم پړاو دی. خو اوکراين د پراخ اوربند غوښتنه کړې ده.
اړخونو څه وويل؟
د اوکراين د ولسمشر مشاور، ميخائيلو پوډو لاياک ويلي دي چي د خبرو اترو په اجنډا کي د اوکراين د پلاوي دوه مهم ټکي عمومي اوربند او مؤقتي سوله وه. خو د دغه روسي مشاور په وينا پر يادو نقاطو تفاهم رامنځته نه سو خو پکښي لږ پرمختګ خامخ سوی دی.
اوکرايني مشاور زياته کړې ده چي د اوکراين په بعضو سيمو کي په مؤقتي توګه پر اوربند تفاهم رامنځ ته سوی دی. د هغه په وينا دا د دې لپاره چي د ملکي کسانو د انخلا امکانات برابر سي. هغه ويلي دي: «داسي (اوربند) به هرځای نه وي، صرف به په هغو ځايونو کي وي چيري چي د انساني انخلا لپاره لاره جوړه سوې وي او د دغې انخلا پر وخت به هلته اوربند وي.»
پوډولايک پر خپل ټويټر ليکلي: «له بده مرغه چي اوکراين هغه نتايج په لاس نه راوړلای سوای چي ورته اړتيا يې وه.»
د روسي او اوکرايني پلاوو تر منځ خبري اتري په بېلاروس کي تر سره سوې. دا په داسي حال کي چي سپيني روسيې يا بېلاروس و روسيې ته پر اوکراين د حمله کولو له پاره له خپلي خاوري څخه د کار اخيستلو اجازه ورکړې ده. په پام کي نيول سوې چي د خبرو اترو دريم پړاو په راتلونکې اونۍ کې پېل سي.
د روسيې د پلاوي مشر او د کلتور پخواني وزير ولاديمير ميډنسکي هم د دې پخلی کړی دی چي و ولسي کسانو ته پر لاره ورکولو تفاهم سوی دی.
ميډنسکي ويلي دي: «اصلي پوښتنه چي موږ بايد ورباندي فيصله کړې وای، د هغو کسانو او ملکيانو د ژغورلو په هکله وه چي د نظامي مخامخ کېدنې په سيمو کي بند پاته دي.»
نوموړي روسي استازي ويلي چي روسيې په ياد وضعيت کي بند پاته سوو کسانو ته ويلي دي چي که نظامي عمليات جريان ولري نو هغوی د بشري لاري څخه کار اخيستلای سي.
په روسي پارلمان کي ملتپال سياستوال لېوند سلټسکي ويلي دي چي ډېر نژدې به دغه تفاهم عملي کړل سي. دپلوماتانو د دواړو اړخونو تر منځ د بشري لاري پر جوړولو تفاهم «مثبته نخښه» ياده کړې ده.
د سعودي د منځګړيتوب وړانديز
د روسيې او اوکراين تر منځ د روان جنګ درولو لپاره په نړيواله سطحه د منځګړيتوب هلي ځلي ادامه لري. د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان هم د پنجشنبې په ورځ د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره په دې اړه تليفوني خبري کړي دي.
د سعودي عرب د دولتي خبري آژانس ايس پي اې د خبر له مخي محمد بن سلمان د روسيې او اوکراين تر منځ د منځګړيتوب کولو وړانديز کړی دی.
بن سلمان ويلي دي چي سعودي عرب د خبرو اترو له لاري د دغې لانجې د حل کولو د هڅو حوصله افزايي کوي. هغه ويلي چي دواړه اړخونه بايد يو د بل د امنيت او خپلواکۍ احترام وکړي او د جنګ پر ځای دي د خبرو اترو له لاري دغه ستونزه هواره کړي.
آ./ا.ا./ب.ص.