1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراین د روسيې پوځي حمله پیل شوه

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

د روسیې پوځ اعلان کړی چې د اوکراين هوايي اډې او نور پوځي تاسيسات ېې په نخښه کړي دي. په اديسا او خارکوف کې د چاودنو غږونه اوریدل شويٍ او پر کیف هم بريدونه شوي دي. په ټول اوکراین کې جنګي وضعيت اعلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/47VZ0
Ukraine Konflikt | Rauchwolke über Militäreinrichtung in Mariupol
انځور: Carlos Barria/REUTERS

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د فبروري ۲۴) د اروپا پر وخت له سهار ۴ بجو څخه لږ مخکې، د روسیې ولسمشر، ولادیمير پوتين، په یوه وینا کې په اوکراین کې د «پوځي عملیاتو» د پیل خبر ورکړ. تر هغه لږ وروسته، عیني شاهدانو په اديسا او خارکوف ښارونو کې د چاودنو غږ له اوریدو څخه خبر ورکړ.

د روسيې پوځ اعلان کړی دی چې دغه هیواد د لوړ دقت لرونکو وسلو په ذریعه د اوکراين پر پوځي زیربناو باندې حملې کوي.

د روسيې خبري آژانس، تاس، د روسیې د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی دی چې «پوځي زیربناوې، پوځي هوايي اډې او د اوکراین د هوايي قواوو تاسیسات د لوړ دقت درلودونکو تسليحاتو په ذریعه له کاره غورځول کیږي.»

د اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې ده.

Ostukraine Militärfahrzeuge bei Donetsk
د اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې دهانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

«سي ان ان» خبري شبکې هم د اوکراين پر څو سیمو د روسي ځواکونو له حملې څخه خبر ورکړی دی. زياته شوې ده چې کيف هم تر حملې لاندې دی. رپوټونه وايي چې ډېر خلک له کيف څخه د وتلو په حال کې دي. د فرانسې خبري آژانس د اوکراين په ختيځ کې پروت بندري ښار، ماریوپول، ته نژدې د چاودنو خبر ورکړی دی.

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، په ټول هیواد کې جنګي وضعیت اعلان کړی او له خلکو يې غوښتنه کړې چې د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د اوکراين د سرحدي ساتونکو په وینا، د روسيې او سپينې روسيې په سرحدونو کې پر دغه هیواد حمله شوې ده.

د خپرو شوو رپوټونو پر اساس، د چاودنو غږونه په اکثرو ښارونو کې اوریدل شوي دي. ويل شوي دي چې په ماريپول کې دوې قوي چاودني اوريدل شوي دي. شاهدانو رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چې چاودنې يو د بل پسې شوي دي. ماريوپل د اوکراين په ختيځ دونتسک سیمه کې واقع دی.

په کيف کې د بهرنيو چارو وزارت په خبره، پر اوکراین باندې د روسيې لويه حمله د «اوکراین دولت د پرزولو» په موخه پيل شوې او روسيه غواړي اوکراین «اشغال» کړي. کيف له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې پر اوکراین د «یرغل» د فوري توقف له پاره په يو «قوي او متحد» دريځ سره لاس په کار شي.