اوکراین: د ایران له خوا وړاندیز شوی تاوان لږ دی
۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبهد ايران د سپاه پاسداران ځواکونو له خوا په راغورځول شوې اوکراينی الوتکه کې ۱۷۶ تنه مړه شول چې په دې ډله کې د الوتکې ۹ تنه کارکونکي او دوه نور کسان اوکرايني ول. ايران باید د دغې پيښې د قربانيانو کورنيو ته تاوان ورکړي. په دې اړه کوم غرامت چې د ايران له خوا وړانديز شوی د اوکراين حکومت له نظره کافي نه دی.
د رويترز خبري آژانس د اوکراين پلازمينه کيف څخه د يادې اوکرايني الوتکې په اړه د اوکراين د ولسمشر، ولاديمير زلينسکي د څرګندونو نقل کړی دی.
زلینسکي اوکرايني تلويزيون، 1+1 TV سره په خبرو کې ويلي دي چې د اوکراين د ۷۵۲ مساپر وړونکې الوتکې د قربانيانو کورنیو له پاره د ايران له خوا د وړانديز شوي غرامت اندازه لږه ده او په دې اړه يې له ايران څخه د لا زيات غرامت غوښتنه کړې.
زلينسکي ويلي دي: «تر کومه ځايه چې ايران پورې تړاو لري، هغوی موږ ته سمدلاسه د هرې کورنۍ له پاره د ۸۰ زره ډالرو وړانديز کړی دی... دا ډېر لږې پېسې دي.»
د اوکراين ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ايراني چارواکو تر اوسه پورې د اوکرايني راغورځول شوې الوتکې د قربانيانو کورنيو ته د غرامت ورکولو په اړه رسما څه نه دي ويلي.
ولاديمير زلینسکي زياته کړې چې د اوکراين حکومت پر ايران د فشار پر واردولو غواړي تر څو ايران تر دې لوړ غرامت پرې کړي.
د تور بکس څيړنه
د اوکراين ولسمشر یادې تلويزيونې شبکې سره په خبرو کې دا هم وويل چې هیواد يې د ايراني چارواکو له خوا د تورو بکسونو سپارلو ته په انتظار کې دی.
ایراني چارواکو تر اوسه پورې د ويشتل شوې اوکرايني الوتکې د تورو بکسونو د معلوماتو په اړه متناقص نظرونه درلودلي دي. ځيني ايراني چارواکي پر دې ټينګار کوي چې د دغو بکسونو څيړنې دې په ايران کې وشي، خو ځينې نورو يې بيا پر دې اعتراض کړی چې د تورو بکسونو د څيړنو له پاره په ايران کې لازم تخنيک شتون نه لري.
د کانادا لومړي وزير جستين ترودو هم تر دې وړاندې ويلي وو چې ايران د تورو بکسونو د ارزونې له پاره کافي تکنالوژي په اختيار کې نه لري او دغه کار دې په کوم بل هيواد، له هغې ډلې په فرانسه کې ترسره شي.
ايران د اوکرايني ويشتل شوې الوتکې د خساراتو غرامت د ۱۰۰ تر ۱۵۰ ميليون ډالرو تر منځ ارزولی دی.