اوکراین: د روسي ځواکونو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي
۱۴۰۲ تیر ۱۸, یکشنبهد آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۹ نېټه) وويل چې په دغه بريد کې ۱۲ تنه نور ټپیان شوي هم دي. لیمان ښار د اوکراین په ختيخ کې پروت دی چې د تېرکال په مني کې اوکرایني ځواکونو بېرته ونیوه.
د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ: اوکراین؛ د ډرون په حمله کې درې ملکیان وژل شوي
په دونيڅک سیمه کې د اوکراين د پوځې ادارې مشر، پاولو کیرلینکو، وويل چې روسي ځواکونه دغه ښار په توغنديو ویشتلی دی. هغه زیاته کړې چې د روسي ځواکونو دغه حمله تېره ورځ (شنبه د جولای ۸مه) شوې ده. کيرلينکو وويل چې په دغه حمله کې عمدا د ملیکانو د هستوګنې سیمې په نخښه شوي دي. د آلمان خبري آژانس اما د وژل شوو کسانو په هکله جزئیات نه دي ورکړي.
د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ: روسيې بیا د اوکراین پر زېربناو درنې حملې کړي
اوکرایني چارواکو تر دې مخکې هم د روسي ځواکونو له خوا د هستوګنې پر سیمو د هوايي او توغندویزو حملو ادعاوې کړي دي. مسکو تر ډېره دغه ډول ادعاوې رد کړي دی.
په لیمان کې دغه مرګ ژوبله په داسې وخت کې اوښتې چې کيف د ناټو سازمان د غړيتوب له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي. د ناټو تړون مشران د راتلونکې سه شنبې په ورځ د ليتوانیا په پلازمينه، ویلنیوس، کې خپله سرمشریزه پیلوي. اوکراین ټینګار کوي چې هر څومره ژر چې کيږي له دغه تړون سره يو ځای شي. خو د ناټو قوانین د جګړې په حال کې هیوادونه له غړيتوبه منع کړي دي.
د اوکراین په هکله ورته نور ولولئ: اوکراین: تر ۹۰۰۰ زیات ولسي وګړي په جګړه کي وژل سوي دي
mks/aa/(dpa)
د اوکراین جګړې په تړاو زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: