ايا اسراييل د ژمي تر مخه پر ايران بريد کوي؟
۱۳۹۰ آبان ۱۰, سهشنبهد دغي ورځپاڼي په حواله د اسراييلو لومړي وزير، بنيامين نتنياهو، او دفاع وزير ايهود بارک، د ايران د اټومي پروګرام پر ضد پر پوځي بريد ټينګار کوي.
ورځپاڼي د جمعې د ورځې په خپرونه کي ويلي دي، چې لومړی وزير نتنياهو او دد دفاع وزير د ايران د ګواښونو په اړه سره همنظره دي او له همدې کبله يې پر ايران د پوځي بريد پرېکړه کړې ده.
خو د اسراييلو د دفاع وزير د هغه هيواد د پوځ راډيو له خوا دغه پريکړه رد کړې ده.
« اوس دا امکان نه لري، چي په اسراييلو کې دوه کسان د يو هيواد سره د جگړې داسي پريکړه وکړي. دغه ډول پريکړه په ۲۰۰۶کال کي شونې وه.»
هغه دغه راز زياته کړې ده، چي د اسراييلو حکومت د ايران لخوا رامنځ سوی ګواښ ډير جدي نيسي:
«موږ د څو کلونو را په دې خوا وايو، چي د ايران اټومي پروګرام د سيمي او اسراييلو له پاره ګواښ دی. دا د اسراييلو او نړۍ له پاره يو ګړکېچ دی او بايد د ټولو امکاناتو په کارولو سره ددې پر ضد مبارزه وسي، او د هر امکان څخه بايد کار واخستل سي.»
ايهود باراک د هغو رپورټونو په اړه چي امريکا غواړي پر ايران بنديزونه ولگوي او پر دغه هيواد نور هم فشار ډير کړي ويلي دي، چې ديپلوماتيک فشارونه ډير ضروري دي.
د اسراييلو د دفاع وزير ويلي دي، چي اسراييل د هيڅ شي څخه بيره نه لري، خو بايد په احتياط سره پريکړي وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل