ايران: سپوږمکۍ مو په بريا تشيال ته ولېږله
۱۴۰۲ مهر ۶, پنجشنبهد ايران دولتي خبري آژانس، ايرنا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۷ نېټه) خبر ورکړ چې د «نور ۳» په نوم د دغه هيواد مصنوعي سپوږکۍ په برياليتوب سره خلا ته لېږدول شوې او د مځکې مدار ته داخله شوې ده.
د ياد آژانس د خبر له مخې د مخابراتو وزير عيسی زريپور ويلي دي چې د ياد سټلايت په ۴۵۰ کلومتره ارتفاع کې د مځکې مدار ته داخله کړل شوې ده.
ايران په داسي يو وخت کې د خپل فضایي پروگرام د يوې بريا ادعا کوي چې د لويديځ سره يې کشمکش لا زيات شوی دی. خو د لويديځ له خوا تر اوسه داسي کوم خبر يا تبصره مخې ته نه ده راغلې چې پکښې خلا يا تشيال ته د ايران د سپوږمکۍ د په بريالۍ توگه توغولو د خبر تائيد شوی وي. له بلې خوا ايران هم تر اوسه پورې د يادې سپوږمکۍ کوم انځورونه نه دي خپاره کړي.
البته د امريکا متحده ايالاتو دغه ادعا کړې وه چې د ايران له خوا د سپوږمکۍ توغول د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د قرارداد ضد عمل دی. ايالاتو پر ايران ږغ کړی و چې د هر ډول داسې بالسټيک توغنديو سره تړاو لرونکو فعاليتونو څخه دې ډډه وکړي کوم چې د اټومي وسلو د وړلو وړتيا لري.
د ايران د مخابراتو وزير عيسی زريپور ويلي دي چې د پاسداران انقلاب مليشو سره تړلې د «ايرو سپيس» ادارې دغه سپوږمکۍ لېږلې ده. يادې ادارې تر مخه هم د سپوږمکيو په لېږد کې برياوې لرلي دي.
ايران په اصل کې دوهفضایي پروگرامونه لري چې ورڅخه يو يې د پاسداران انقلاب له خوا پر مخ بيول کيږي او يو يې د دغه هيواد د رسمي پوځ لخوا اداره کيږي. د پاسداران انقلاب مليشې په مستقيمه توگه د روحاني مشر آيت الله علي خامنه اي تر امر لاندي کار کوي. د يادې مليشې د اړونده خلايي ادارې لخوا په ۲۰۲۰ کال کې هم يوه سپوږمکۍ توغول شوې وه.
د ايران او متحده ايالاتو تر منځ تشنج
د ايران او د امريکا د متحده ايالاتو تر منځ تنشنج هغه وخت خپل اوج ته ورسېد کله چې پخواني ولسمشر دونلد ترمپ په ۲۰۱۸ کال اعلان وکړ چې د ايران سره د اټومي پروگرام په تړاو تړون څخه وځي. ايالاتو له تړون څخه د وتلو سره سم پر ايران باندي بنديزونه بېرته فعال کړل. هغه وخت د ترمپ ادارې غوښتي ول چې ياد تړون دې داسي تغير کړل شي چې ايران پکښې په دې هم ځان مکلف کړي چې ځانگړې توغندي به نه جوړوي.
ايران هم له هغه وروسته د تړون د شرايطو په نقض کولو لاس پورې کړ. دغه هيواد د يورانيمو د غني کولو پروسهبېرته پېل کړه، پر کوم چې ممانعت و. د ۲۰۲۲ کال په پېل کې د دغه تړون د بېرته شروع کولو لپاره په ويانا کې رسمي خبرې اترې پېل شوې.
د اټومي انرژۍ نړيوال آژانس د روانې مياشت په پېل کې ويلي ول چې په خبرو اترو کې د پرمختگ په ترڅ کې ايران د يورانيمو د غني کولو پروسه تر داسي پولې راکمه کړې ده چې ورڅخه اتومي وسلې نشي جوړېدلای.
د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي هم په روانه مياشت ويلي ول چې که د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايډن اداره هيله لري چې د اټومي وسلو تړون بېرته فعال کړي، نو د تهران او واشنگټن تر منځ اړيکې هم پر مخ تللای شي. هغه زياته کړې وه چې البته لومړی قدم به واشنگټن اخلي او په بنديزونو کې به نرمښت راولي.
ايران وايي چې اټومي پروگرام يې د دې لپاره دی چې په اوږدمهاله توگه د خپل هيواد د انرژۍ اړتياوې پوره کړلای شي.
آ./ا.ا./ب.ص.