ايراني نارينه ؤ ولي حجاب اغوستل پېل کړي دي؟
د هغو ايراني نارينه ؤ عکسونه په ټولنيزو رسنيو کي منتشر سوي دي، چي د ښځو په څېر حجابونه يې کړي دي. دا چي دغو نارينه ؤ ولي حجابونه کړي دي، په دغه انځوريز البوم کي یې کتلای او لوستلای سئ:
په ټولنيزو رسنيو کي دوه هېشټېګونو ډېر محبوبيت تر لاسه کړی دی. دغه دوه هېشټېګونه د «#مردان_باحجاب » او «MenInHijab#» څخه عبارت دي. ګڼ شمېر ايراني نارينه ؤ د يادو هېشټېګونو سره خپل داسي انځورونه پر ټولنيزو رسنيو خپاره کړي دي، چي پکښي حجابونه يې پر سر دي.
دغه نارينه چي د حجاب سره خپل انځورونه ټولنيزو رسنيو ته لېږدوي، غواړي چي د نړيوالو رسنيو پام ځان ته واړوي. هغوی په دغه کار په ايران کي د ښځو له پاره د حجاب د مکلفيت پر ضد د احتجاج په توګه کوي. دا چي هغوی د خپلو ماينو، مېندو او خويندو تر څنګ په حجاب کي انځور اخلي، غواړي د «غيرت» د لغت معنی ته تغير ورکړي.
زياترو دغو باحجابه ايراني نارينه ؤ پر «غيرت» لغت او د هغه پر معنی تبصرې کړي دي. هغوی ليکي چي د مېندو، خوېندو او ماينو پر سر د حجاب نشته والی د هغوی د بې غيرتۍ معنی نه ورکوي. هغوی احتجاج کوي چي د ايران دولت د تيرو ۳۸ کالو راهيسي مېرمني په حجاب مکلفه کړي دي.
په دغه انځور کي ولاړ نارينه د خپل انځور سره ليکلي چي په ایرانۍ ټولنه کي د غيرت له لغت څخه غلطه معنی اخيستل کيږي.
مسيح علي نژاد چي دوه کاله تر مخه يې د « آزادیهای یواشکی» په نوم کامپاين پېل کړی ؤ، د ښځو د اجباري حجاب پر ضد په خپل دغه کامپاين کي بريالی دی او د رسنيو توجه يې دغې موضوع ته جلب کړې ده. نوموړي د آلمان ږغ سره په خبرو کي وويل چي په دغه موضوع کي د رسنيو لېوالتيا زياته ده.
د مسيح علي نژاد په وينا حجاب د يوازي د مېرمنو موضوع نه دی. هغه وايي چي دغه د بشپړه ټولني له پاره يوه موضوع ده. د نوموړي په وینا دا هغه موضوع ده چي و نارينه ؤ ته هم مواجه ده او دغه خپاره سوي انځورونه ورباندي دلالت کوي.
د هغه باوجوده چي د حجاب موضوع يوازي د ايران د زنانه ؤ ستونزه نه ده، خو هر وخت چي دغه موضوع راپورته سي نو ورباندي انتقاد کيږي چي په ايران کي تر دغه نوري لويي ستونزي سته.
کومي پيغلي چي دغه انځور خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي چي له خپل پلار او ورو څخه يې هيله وکړه چي په حجاب کي په انځور اخيستلو سره ورسره په کامپاين کي مرسته وکړي. هغه وايي چي هغوی چي کله حجابونه واخوستل نو لومړی يې ډېر وخندل خو وروسته يې په يوه دقيقه کي خولې وکړې او ويې ويل چي ښځي دغه څنګه برداشتوي.
د دغه کامپاين ملاتړي وايي چي نړۍ د ايران د نارينه ؤ په هکله دا نظر لري چي هغوی خپلي ښځي حتی بېله د هغوی د اجازې د سفر اجازه نه ري، بېله د نارينه ؤ د رضا پاسپورټ نه سي اخيستلای او يا لوڅ لباس واغوندي. له همدې کبله هغوی وايي چي حجاب يوازي د ښځو ستونزه نه ده.
د دغه کامپاین ملاتړ کوونکي هغه ايراني نارينه دي چي هيڅ وخت په داخلي رسنيو کي يې سهم نه دی درلودلی.
علي نژاد وايي: «په رشتيا چي حيران يم چي د ايران نارينه څنګه وتوانېدل چي د ايران له دننه څخه خپل انځورونه او اوازونه د نړۍ لويو رسنيو ته ورسوي.»
«نن مي دغه عکس په سيسنګان کي واخيست. په انځور کي راسره زما د عمه زوی چي خور يې تر څنګ ده، راسره مرسته وکړه. په دې هيله چي د ايران نارينه يوه ورځ سره يوځای سي او ښځي د خپل حرمت او د انتخاب حق ولري.»
فرانسوي، بلجيمي او هالندي رسنيو د دغه کامپاين په تړاو راپورونه خپاره کړي دي. د دې تر څنګ په اېټاليا کي د ريپوبليکا ورځپاڼي هم په دې هکله مطلب خپور کړی دی. يو شمېر نورو نړيوالو رسنيو هم دغې موضوع ته انعکاس ورکړی دی.
علي نژدا وايي چي په خپل دغه کامپاين سره خلک پوه کړي چي که خپله يو شم نه بلوي نو دي نور شمونه هم نه وژني.
دغه ځوان چي په خپل انځور يې په حجاب کي خپور کړی دی، ورسره ليکلي يې دي: «زما خور مجبوره ده چي شپه او ورځ په دغه بڼه ظاهره سي، چي ما يې صرف يوه لحظه تجربه کړله. اجبار انسان د خپل اصلي ځان څخه ليري کوي.»
دغه پلار او زوی هم په حجاب کي خپل انځور خپور کړی او وسره ليکلي يې دي: «بعضو په فيسبوک کي ليکلي چي غيرت اجازه نه راکوي چي د خپل ژوند د ملګرې سره انځور واخلو... موږ د خپلو مېندو او خوېندو سره د تر سره کېدونکي ستم څخه رنج وړو.»