ايټاليا ـ د مهاجرو د ديپورت په شرايطو کي بدلون راځي
۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبهايټاليا غواړي په راتلونکې کې د مهاجرو د ديپورټ پر مسئلې مقررات زیات سخت کړي. د بالکان لارو تر بنديدو وروسته اروپا ته تلونکو مهاجر د اوبو له لارې ايټاليا ته ځانونه رسوي.
د ايټاليا حکومت نوي مقررات د هغو مهاجرو په اړه دي کوم چې ايټاليا لخوا رد شوي او باید بيرته له دغه ملک څخه اخراج کړل شي.
د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت چارواکو د شنبې په ورځ وويل په پام کې لري چې د مهاجرو د موجوده څلورو لویو مرکزونو سربيره، ۱۶ نور مرکزونه هم ورغوي.
له دې نه علاوه د ايټاليا د پوليسو مشر فرانکو ګابرييلي خپلو مامورانو ته امر کړی دی چې د هغو مهاجرو د موندلو په اړه دې خپلې هڅې زياتې کړي کوم چې باید له ايټاليا څخه ووځي.
په دې حساب، نوی صدراعظم پاولو جنتيلوني غواړي د پخواني صدراعظم ماتئو رينسي په پرتله په خپل حکومت کې د مهاجرو لپاره شرایط ډیر سخت کړي دی.
په ۲۰۱۵ کال کې له ۲۷ زره مهاجرو څخه غوښتل شوي وو تر څو له ايټاليا څخه ووځي. د اروپا د آمار نيونې ادارې په حواله، په دغه کال کې په واقعي توګه له ۵ زرو څخه لږ مهاجر له ايټاليا څخه وښکل شول.
د ايټاليا ټاپوګان تر ټولو لنډ ځای
په ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۱ زره مهاجر د مديترانې سمندرګی له لارې ايټاليا ته ورسيدل چې ساری یې په تيرو وختونو کې نه وو.
د افريقايي مهاجرو لپاره چې اروپا ته راځي، هغو لپاره د اروپا تر ټولو لندې سيمې په مديترانه سمندرګي کې د ايټاليا ټاپوګان دي. دغو ټاپوګانو ته اکثره مهاجر د ليبيا له سواحلو څخه رارونيږي.
له هغه وخته چې د «بالکان مسير» هيوادونو، د لويديځې اروپا پر لور، چې له ټولو مخکې يې آلمان راځي، د تلونکو مهاجرو پر مخ خپلې پولې بندې کړې، د نورو سيمو مهاجر هم هڅې کوي چې له دغو لارو خپل ځانونه د ايټاليا سواحلو ته ورسوي.
مهاجر پر دغو لارو د غير مجهزو قايقونو څخه چې د سمندري سفرونو د استفادې وړ ندي، کار کار اخلي. ډیری وخت دغه قايقونه د سفر پر مهال له کاره لويږي چې له امله يې ګڼ شمير مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي دي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):