ایران او پاکستان امنیتي او اقتصادي گډ کار پیاوړی کوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۳, دوشنبهد جنوبي اسیا د اټومي ځواک درلودونکي دغه هیواد ته د ایراند ولسمشر ابراهیم رئیسي د لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو حکومتي استازو د دوشنبې په ورځ د همکارۍ مجموعاً اته تړونونه لاسلیک کړي دي. د پاکستان د دولتي تلویزیون د خبر له مخي، د نورو ترڅنگ د امنیت، اقتصاد، کلتور او قضا په برخه کي د گډ کار په هکله توافق سوی دی.
په دا وروستیو وختونو کي د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي له هغه وروسته ډېري سړې سوې چي د ایران سپاه پاسداران د پاکستانپه خاوره کي د دوی په خبره د افراطیونو اډې وویشتلې او د گاونډي هیواد پوځ د ایران په خاوره کي په هوايي بریدونو سره غبرگون وښود.
تهران پس له هغه د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړه. ویل کیږي چي رئیسي هم چي د لوړپوړي هیئت له خوا بدرگه کیده، له دغه گاونډي هیواد سره د پخلایني په برخه کي هڅې کړي دي.
د دغو دواړو گاونډیو هیوادونو ترمنځ په مهمو اقتصادي موضوعگانو کي د گاز د یوه پایپ لاین پروژه هم شامله ده. د انرژي د پروژو دغه طرحې ۱۹۹۰ کال ته ورگرځي. د څه د پاسه ۲۵۰۰ کیلومتره په اوږدوالي پلان سوي پایپ لاین سره، تهران غواړي پاکستان ته گاز صادر کړي.
په ایران کي د هغه زیربنا وختی لا بشپړه سوې خو د تهران په وړاندي د نړیوالو بندیزونو له امله هغه په پاکستان کي په تیرو وختونو کي په ټپه دریدلې وه.
د بندیزونو له امله ایران له نړیوال مالي سیستم څخه قطع سوی دی. د هغه علت د ایران شخړه ایز اټومي پروگرام دی. په تیره بیا د امریکا متحده ایالات او اسرائیل پر تهران تور لگوي چی د اټومي وسلو د جوړولو له پاره هلي ځلي کوي.
ایران بیا دا هر څه ردوي او ټینگار کوي چي اټومي انرژي یوازي د ملکي مقاصدو له پاره کاروي. د محافظه کاره جمهور رئیس ابراهیم رئیسي، په رهبرۍ د تهران حکومت په تیرو کلونو کي په سیمه کي له گاونډیو هیوادونو او همدارنگه چین او روسیې سره خپلي اړیکي پراخي کړي دي.
GP/NZ/AG