ایران ترمځکي لاندي یوې هوايي اډې څخه پرده پورته کړه
۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبهد ایران د اسلامي جمهوریت پوځ په زیرزمیني کي د یوې پوځي اډې تصویرونه خپاره کړي دي. لکه څنگه چي د ایران دولتي خبري آژانس «ایرنا» رپوټ ورکړی دی، جنگي جت، بم غورځوونکي او بې پیلوټه الوتکي کولای سي له دغي اډې څخه ناڅاپي بریدونه ترسره کړي.
د دغي رسنۍ په حواله دا ترمځکی لاندي د پوځ د هوايي ځواکونو له هغو څو تاکتیکي اډو څخه یوه ده چي په تیرو کلونو کي د دغه هیواد په څو سیمو کي جوړي سوي دي.
بلنکن د ایران اتومي پروګرام پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه ردوي
ترمځکي لاندي دغي اډې دقیق ځای نه دی په گوته سوی. د نوموړي رپوټ له مخي، د »عقاب«هوايي اډه په سلو متره ژوره ترغرونو لاندي ده. د دغه رپوټ په حواله دغه اډه کولای سي د امریکا متحده ایالاتو د بریدونو په وړاندي مقاومت وکړي.
د انقلاب د کالیزي په درشل کي اعلان
دغه خبر د «ایران د هوايي ځواک د ورځي» او د ایران د انقلاب له ۴۴ می کالیزي مخکی خپور سوی دی. ایران د ۲۰۲۲م کال په می میاشت کي په اول وار د دغه هیواد په لوېدیځ د زاگرس په غرونو کي د بې پیلوټه الوتکو د یوې اډې تصویرونه خپاره کړل.
مخکي له دې په تیرو کلونو کي د ایران په دولتي تلویزیون کي د تر مځکي لاندي بې پیلوټه الوتکو او د سپاه پاسداران د راکټونو د یوې ذخیرې په هکله رپوټونه ورکول سوی وو.
د ایران دغه هلي ځلي ښايي د پوځي قدرت ښودلو له پاره وي. تهران د خپلي اټومي برنامې پراخیدو ته ادامه ورکوي او د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون له شرایطو څخه چي امریکا متحده ایالات ورڅخه په ۲۰۱۸م کال کي ووتل، تل سرغړونه کوي. په عین حال کي د ایران اسلامي جمهوریت ټینگار کوي چي هدف یې د اټومي بم جوړول نه دي.
ایران پر خپل یوه پوځي روزنیز کمپلکس د بي پیلوټه الوتکو د برید خبر ورکړی
محور پر تهران- مسکو
په دا وروستیو کي په تیره بیا د ایران د بې پیلوټه الوتکو برنامه د رسنیو سرخط گرځیدلې ده. لوېدیځ پر ایران تور لگوي چي روسیې ته بې پیلوټه جنگي الوتکي استوي او روسیه له دغو الوتکو څخه په گټی اخیستنی سره، غیرنظامي زیربناوي، د استوگني ځایونه او روغتونونه د بریدونو هدف گرځوي.
د «تروريستي ډلو» په نوملړ کې د سپاه پاسدران د شاملولو غوښتنه
ایران تر ډېره ځایه د میگ او سوخوی په نامه د پخواني شوروي وخت تجهیزات او ځیني چینايي الوتکي په اختیار کي لري. د ایران د الوتکو انتقالوونکي هم د اف ۴ او امریکايي اف ۵ په ډله کي راځي چي قدامت یې د ایران د انقلاب مخکي وخت ته رسیږي. زیاتره وخت د دغه هیواد نظامي تاسیسات پټ ساتل کیږي.
GP/NZ/AG