ایران خپل هیواد کې د اعدام د لوړ شمیر پړه په افغانستان اچوي
۱۴۰۲ مهر ۸, شنبهدا پیښه په داسي حال کې رامینځته شوې چې په ایران کې د اعدام د حکمونو شمیر مخ په ډیریدو دی.
د ایرنا د راپور له مخې د زندانونو د عموميریاست له قوله د یو شمیر بندیانو له نښتې وروسته د لنډې مودې لپاره په زندان کې وضعیت بې ثباته و خو د زندان ساتنکو سمدستي زندانیان ارام کړي او د زندان فضا بیرته عادي شوې ده .
د مهر نیمه خبري آژانس د خبر له مخی د خوزستان ولایت د رامهرمز په زندان کې یو شمیر بندیانو وروسته له هغې ډزې پیل کړې چې یوه بندي ته د مرګ سزا صادره شوه او د ډزو غږونه هم اریدل شوي ول.
ایران چې له چین وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات اعدامونه ترسره کوي، دغه هیواد ډېر ځله د بشري حقونو ډلو له نیوکو سره مخ شوی دی.
د بښني نړیوال سازمان د جون میاشتې په راپور کې کاږي چې ایراني چارواکو سږ کال لږ تر لږه ۱۷۳ کسان په سیستماتیک ډول له غیر عادلانه محاکمې وروسته اعدام کړي دي، چې دا شمېره د تیر کال په پرتله نږدې درې برابره ده.
ایران په نړۍ کې د تریاکو اصلي تولیدونکی ګاونډی هېواد افغانستان د زیاتو اعدامونو د شمیر له کبله پړ بولي، دا ځکه چې د دغه هېواد له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اعدامد حکم صادرلو شمیر لوړ ځي.
تهران هم پر خپل حقوقي سیسټم نیوکې ردوي او وايي چې هغه د اسلامي قوانینو په اړه د غربي حقوقي ډلو له خوا د نه پوهاوي پر بنسټ ولاړه خبره ده.