1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتایران

ایران: پنځه غره ختونکي د واوري ښویدني له امله مړه شوي

۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبه

د ایران په ختیځ کې لږ تر لږه پنځه غره ختونکې د واورې ښویدني له امله مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ZS7B
د ایران په البرز کې لوبي
د ایران په البرز کې لوبيانځور: Fatemeh Bahrami/Anadolu Agency/picture alliance

د ایران د دولتي خبرپاڼي ایرانا په وینا دا پیښه د توپاني واورې له امله رامینځته شوې ده.

ایرنا د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د نهو غره ختونکو له ډلې څخه د پنځو تنو جسدونه په واورو کې د ژغورونکو له خوا را ایستل شوي دي.

د ایرانیو نامتو فلم جوړونکی او ميرمن ېې په خپل کور کې وژل شوي

دغه پیښه د جمعې پر ورځ د لُرستان په ولایت کې د زغروس په غرونو کې د سان باران څوکې ته نږدې رامنځ ته شوه، چې غره ختونکي ورته د ایران د الپ غرونه هم وايي.

سوریه کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو مليشو د امریکا برید

د ایرنا د خبر له مخې څلور نور ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د ایران یو شمیر نورې رسنۍ بیا د اتو وژل شویو او یو ژوندي پاتې کیدو راپور ورکړی. تر اوسه پوري لا هم دا معلومات تائید شوي ندي.