ایران کې د غره ختونکو د موټر چپه کیدل؛ لس تنه وژل شوي
۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبهد ایرانپه شرقي ازربایجان ولایت کې ځايي چارواکو ویلي چې د دې ولایت په ورزغان ښار کې د جمعې په ورځ د غره ختونکو یو موټر يوه ګړنګ ته لویدلی چې پکې لس تنه وژل شوي دي. د دغه ښار د بیړنیو مرستو د ادارې ویاند وحید شادینيا د ایرنا دولتي رسنۍ ته د یادې پیښې پخلی کړی دی.
د معلوماتو له مخې، دغه موټر په سیمه کې د سیلانیانو د خوښې یوې سیمې ته په غرنیزه لار کې دغه ګړنګ ته لویدلی دی. چارواکو تر اوسه پورې د پیښې د دلیل په هکله څه نه دي ویلي. د ځايي چارواکو په خبره، په موټر کې سپرو کسانو امنیتي کمربندونه نه وو تړلي او زیاتوي چې که چیرته «د موټر امنیتي کمبربندونه تړل شوي وای، ښايي د تلفاتو شمیر به ټیټ وو.»
شادينيا د پیښې په تړاو رسنیو ته وویل: «په پیښه کې د موټر چلوونکي په شمول لس تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دلیل ښايي د موټرچلوونکي بې غوري وي.
که څه هم په ایران کې د سړکونو وضعیت ښه دی خو بیا هم ایران د ترافیکي پیښو د تلفاتو په درجه بندۍ کې لوړ مقام لري. د دغو پیښو یو له دلایلو څخه په ایران کې د موټر چلوونکو خراب عادتونه او همدا راز د موټرو د ترمیم په برخه کې پر دغه هیواد باندې وضع شوي بندیزونه په ګوته کیږي.