1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: امريکايي اتباع دي له اوکراين څخه ووځي

۱۴۰۰ بهمن ۲۲, جمعه

ولسمشر جو بايدن د اوکراين په کړکېچ کې یوازې پر ديپلوماسۍ تکیه نه کوي. ظاهراً هغه د وضعيت د خرابيدو ویره لري. نوموړي په اوکراين کې له ميشتو امريکايانو غوښتي چې سملاسي دې له هيواده ووځي.

https://p.dw.com/p/46rO6
USA | Präsident Joe Biden | zum Schlag gegen den IS
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن د اوکراين پر سرحد د روسي ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته په اشارې سره وويل: «موږ دلته د نړۍ د سترو پوځونو له يوه سره یې مخامخ يوو.» هغه زياته کړه: «دا بيخي بل ډول وضعيت دی او په سيمه کې وضعيت په چټکۍ سره د ليونتوب لورې ته تلای شي.»

نوموړي له «ان بي سي» خبري شبکې سره په خبرو کې زياته کړه: «له همدې کبله امريکايي اتباع همدا اوس بايد له اوکراين څخه ووځي.»

بايدن په عين حال کې خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته امريکایي اتباعو ته د زيان له رسولو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي وويل چې دی تمه لري چې پوتين به کله چې پر اوکراين بريد ته «په دې اندازه ليوال» وي، دومره هم هوښيار و اوسي چې داسې څه ترسره نه کړي چې هغه پر امريکايي وګړو اغیزه ولري.

اوکراين ته به امريکايي ځواکونه نه استول کیږي

خو ولسمشر جو بايدن پر خپلو اندېښنو سربيره هم پر دې ټينګار وکړ چې هغه به په هيڅ صورت کې امريکايي عسکر اوکراين ته ونه ليږدوي، آن د روسيې د يرغل پر وخت د امريکايي اتباعو د ژغورلو له پاره هم نه.

د هغه په خبره »که امريکايان او روسان يو پر بل باندي ډزي پيل کړي، موږ تاسي به په يوه بله نړۍ کي يوو.«

د روسيې پر پوځي تمرينونو نيوکې

د ولسمشر بايدن څرګندونې د امريکا، روسیې، اوکراين او اروپايي هيوادونو ترمنځ د ديپلوماسۍ د هلوځلو په ترڅ کې يوه نوې د اوج نقطه ده. د امريکا حکومت لا په جنورۍ مياشت کې خپلو وګړو ته امر کړی وو چې د اوکراين د «نه اټکليدونکي» وضعيت له وجې دې له دغه هېواده ووځي.

هغه مهال په کیف کې د امريکايي ديپلوماتانو د کورنۍ غړي امريکا ته ستانه کړل شوي ول او امريکايي اتباعو ته روسیې ته د سفر په اړه خبرداری ورکړل شوی وو.

د لوېديځ د معلومانو پر اساس روسیې په دې تېرو څو میاشتو کې تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر د اوکراين پولې ته څیرمه ځای پر ځای کړي دي. دې کار په اوکراین کې او همدا راز په لوېديځ کې پر اوکراين د يوه ممکنه بريد اندیښنې او وېرې ته لمن ووهله.

خو روسيه د هر ډول بريد پلان ردوي او کريملن په عين حال کې وايي چې د ناټو له خوا د ګواښ احساس کوي.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa, ap)

زموږ له آرشيف څخه: